له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
شمالي کوریا بیا د لنډ واټن توغندی ازمویلی
شمالي کوریا یو ځل بیا د لنډ واټن توغندی ازمویلی دی. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې توغندی د دغه هیواد په شمال ختیځ کې تر توغول کیدو سل کیلومتره وروسته د جاپان په سمندرگي کې لویدلی دی. پر دې سربیره جنوبي کوریا د شمالي کوریا له لوري د جي پي اس سپوږمکۍ د موقعیت پر ځای باندې د برید له کبله هم شکایت کړی دی.
د آلمان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مړ سو
د آلمان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنس دیتریش گینشر مړ شوی دی. په بن کې د هغه دفتر خبر ورکړی دی چې د اف ډي پي یا آزاد دیموکرات گوند دغه سیاستوال د پنجشنبې په شپه په ۸۹ کلنۍ کې ساه ورکړې ده. گینشر زیات وخت د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وو. دی له ۱۹۷۴ م کال تر ۱۹۹۲م کاله پورې چې اتلس کاله کیږي د آلمان د بهرنیو چارو وزیر وو. ده ته په آلمان کې د یوه مخکښ او با نفوذه سیاستوال په سترگه کتل کېده.
ترکیې ته د مهاجرو د استولو په هکله خبرداری
ملگرو ملتونو اوسمهال له یونان څخه ترکیې ته د مهاجرو پلان شوي استولو پر ضد خبره کړې ده. د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسارۍ یا یون اچ سي آر ویاندې ملېسا فلېمنگ ویلي دي چې په دواړو هیوادونو کې لا هم ځینې نیمگړتیاوې شته. هغې ویلي دي چې په دې هکله ډاډمنتیا نه ده موجوده چې په ترکیه کې به انسانان خوندیتوب تر لاسه کړي او له ترکیې څخه به نه ویستل کیږي.
پر سوله ساتو ځواکونو بيا د جنسي تیرو تورونه
په افریقا مرکزي جمهوریت کې ملگري ملتونه د سوله ساتو ځواکونو له لوري د ناوړه جنسي تیریو د تورونو د رپوټونو په هکله څیړنې کوي. د ملگرو ملتونو په یوه بیانیه کې د «اندیښنمو سرغړونو د تورونو» څخه یادونه شوې ده. د «ایډز فري» په نوم غیر دولتي سازمان په نیویارک کې ویلي دي چې د ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې د نړیوالو ځواکونو له لوري د ۹۸ نجونو څخه د ناوړې جنسي استفادې د پيښو رپوټونه ورکړل شوي دي.
په هند کي د پل د رالویدو پېښه
د هند په ستر ښار کولکته کې یو پل چې د جوړیدو چارې یې روانې وې د رالویدو له کبله د وژل شوو کسانو شمیر د رسمي ارقامو له مخې ۲۴ تنو ته لوړ شوی دی. دغه پل تیره ورځ رالویدلی وو. د جمعې د ورځې د معلوماتو له مخې په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۷۰ تنه ټپیان شوي هم دي. د پنجشنبې په ورځ د پل د یوې برخې د رانړیدو له کبله ډیرې موټرې، رکشا گانې او همداشان یو سرویس موټر تر خرابیو لاندې شوي ول.
مشهوره مهندسه زها حدید مړه شوې ده
مشهوره مهندسه زها حدید مړه شوې ده. لکه څرنگه چې په لندن کې د هغې دفتر خبر ورکړی دی، دغه عراق الاصله بریتانوۍ د پنجشنبې په ورځ په ۶۵ کلنۍ کې د میامي په یوه روغتون کې د زړه د دریدو له کبله ساه ورکړې ده. میرمن حدید لومړنۍ ښځه وه چې په ۲۰۰۴م کال کې ورته د معمارۍ پریتزکر، جایزه ورکړل شوه چې د مهندسانو یا معمارانو له پاره د نوبل د جایزې په توگه گڼل کیږي.