له جرمني څخه بیا افغانان اخراجیږي | اروپا ته مهاجرت | DW | 23.04.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

له جرمني څخه بیا افغانان اخراجیږي

په جرمني کي مهاجر پلوه سازمانونو د افغانانو پر پلان سوي اخراج باندي نيوکي کړي دي. ویل کیږي چي د سه شنبې په ورځ به يوه بله الوتکه افغان مهاجر افغانستان ته انتقال کړي.

د زاکسن انهالت ایالت د مهاجرو شورا په حواله سبا سه شنبه (۲۰۱۸م کال د اپريل ۲۴مه) به يوه الوتکه له دوسلدورف هوايي ډگر څخه کابل ته پرواز وکړي. دغه خبر د المان خبري آژان (dpa) هم تائيد کړی دی.

مهاجر پلوه سازمانونه پر دې باندي شک لري چي افغانستان دي د اخراج سوو افغانانو له پاره ډاډمن ځای وي. ځکه نو د مهاجرو شورا غواړي چي دغه پرواز دي متوقف کړل سي.

دغو سازمانونو په کابل کي د یکشنبې ورځي (۲۰۱۸م کال د اپريل ۲۲) خونړي برید ته هم اشاره کړې ده. په دغه بريد کي چي مسئوليت يې داعش منلی دی، تر ۵۰ اضافه انسانان پکښي ووژل سول. مهاجر پلوه سازمانونه وايي: «دا یو ډیر بې مفهومه عمل دی، چي په چاودونو او بریدنو پسې اخراج صورت نیسي.»

د مهاجر پلوه سازمان(پرو ازول) اداري رییس گوینتر بورکهارد وویل: «موږ دغه اخراج غیر مسؤلانه بولو. موږ بیا د افغانستان د وضعیت په هکله د جرمني د خارجه وزارت د یوه نوي رپوټ د وړاندي کولو غوښتنه کوو.»

د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهیسي په ۱۱ پروازونو کي ۱۹۸ نارينه او ښځینه  افغان مهاجر بيرته افغانستان ته لېږل سوي دي. له ۲۰۱۷م کال راهیسي بیا د افغان مهاجرو اخراج هغو کسانو ته محدود سوی دی چي جرمونه يې کړي وي، د ترهگرۍ خطر يې وي او يا د خپل هویت په پیژندلو کي له مسئولو ادارو سره مرسته نه کوي.

زموږ د آرشیف څخه انځوریز یو البوم:(  14.09.2017  )

 

DW.COM