1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه ۴۴ افغانان اخراج سول

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

په افغانستان کي پر چاودنو او يرغلونو سربيره بيا هم له آلمان څخه يوه بله ډله افغان مهاجر اخراج سوي دي.

https://p.dw.com/p/3Qv78
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د کابل د نړيوال هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي د چهارشنبې په ورځ سهار په يوه الوتکه کي ۴۴ افغان مهاجر له آلمان څخه دغه هوايي ډگر ته رسېدلي دي.

آلماني چارواکو د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي په ۲۸ پروازونو کي نژدې ۷۲۰ نه منل سوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج کړي دي.

د افغانستان خراب امنیتي وضعیت ته په کتو سره له آلمان څخه د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ډيره جنجالي ده. د طالبانو او داعش پر ضد جګړه ادامه لري او هره ورځ پکښې انسانان وژل کیږي او یا هم ټپیان کیږي. د مهاجرو پلوي سازمان پرو ازول د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د مهاجرو د اخراج د لړۍ د درولو غوښتنه کړې وه. ځیني سیاسي ګوندونه هم د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ د دریدو غوښتنه کوي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس يوازي د روان کال له جنوري تر جون مياشتي پوري په افغانستان کي ۱۳۶۶ ملکيان وژل سوي دي.

(n.z/s.r(dpa