لنډ خبرونه په متن او انځور کې
فراه: د طالبانو په کمين کې ۹ امنيتي کسان وژل شوي
په فراه ولایت د طالبانو په يوه کمين کې د امنيتي ځواکونو ۹ غړي وژل شوي دي. د فراه د ولايتي شورا يوه غړي عبدالصمد صالحي په حواله پېښه په انار دره ولسوالي کې د چهارشنبه په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کاروان هڅه کوله د سړک د غاړې ماين خنثی کړي. تر بريد سملاسي وروسته طالبانو د ولسوالۍ پر امنيه قومانداني يرغل وکړ او هغه د لنډې مودې له پاره ونيوله.
له جرمني څخه نور افغان مهاجر اخراج سول
له آلمان څخه د رد سوو افغان مهاجرو د اخراج په لړۍ کي يوه بله ډله افغان مهاجر هم افغانستان ته اخراج سوي او کابل ته رسېدلي دي. د آلمان خبري آژانس (dpa) د کابل د هوايي ډگر د چارواکو په حواله راپور ورکړی دی، چي د پنجشنبې په ورځ سهار په يوه الوتکه کي دغه هوايي ډگر ته ۳۰ تنه افغان مهاجر رسېدلي دي. دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي د افغان مهاجرو د اخراج ۲۳ پرواز وو. پ
پاکستان: يو واکسيناتوره په ډزو وژل شوې
په پاکستان کې د پوليو واکسين د کمپاين پر وخت د واکسيناتورانو پر ډلو بريدونه دوام لري. د چارواکو په حواله د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ايالت په چمن سيمه کې وسله والو يوه واکسيناتوره په ډزو وژلې ده. څو ورځې تر مخه د ټولنیزو رسنيو له لارې هم د پوليو کمپاين د گډ وډولو هڅه هم شوې وه. پوليسو وويل چې په پېښه کې يو واکسيناتور هغه مهال ټپي هم شو، چې وسله والو پر دوی او د دوی پر ساتونکي ډزې وکړې.
پوتين او کيم جونگ ملاقات کړی
د شمالي کوريا واکمن کيم جونگ اون په لومړي وار د روسیې د جمهور ريئس ولاديمير پوتين سره ملاقات کړي دي. پوتين د روسیې په ختيځ ښار ولادي واستوک کې د ملاقات پر وخت هيله څرگنده کړه چې د روسیې حکومت به د شمالي کوريا د اتومي وسلو د پروگرام پر سر لانجې په هوارولو کې مرسته وکولای شي. کيم هم وويل چې دوی د کوريا د نيمه ټاپو پر وضعيت خبرې اترې کړي دي. خو جزيات په ډاگه نه شول.
جو باېدن د ۲۰۲۰ م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کانديدوي
د امريکا متحده ايالاتو پخوانی مرستيال ولسمشر جو باېدن غواړي د ۲۰۲۰م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ديموکراتانو کانديد شي. نوموړي د تويتر له لارې د دې خبرې اعلان وکړ. په دې توگه به اوس د جمهوري غوښتونکو د ولسمشر دونالد ترمپ په مقابل کې د ديموکراتانو۲۰ کانديدان میدان ته را ووځي. باېدن د ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال وو.
سريلنکا: په کاتوليکي کلیساوو کې به عبادت نه کيږي
په سريلانکا کې تر بريدونو وروسته چې لږ تر لږه ۳۵۹ انسانان پکښې ووژل شول، د هېواد په کاتوليکي کليساوو کې به د څه موده له پاره عبادت نه کيږي. د کليساوو استازو ويلي دي چې د امنيتي کړيو په مشوره به کليساوې همداسې تړلې پاتې وي. د حکومتي معلوماتو په حواله په ټول هېواد کې د کليساوو امنيتي تدابير لا پسې سخت کړل شوي دي. د يکشنبې په ورځ په سريلانکا کې دوې کليساوي هم د بريدونو هدف گرځيدلې وې.