لنډ خبرونه په متن او انځور کې
هنګري ځان د مهاجرو له پاره مسؤل نه ګڼي
آلمان او هنګري اوس هم د مهاجرت موضوع په اړه د نظر اختلاف لري. دا خبره د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل او د هنګري د حکومت مشر ويکتور اوربان په برلين کي تر يوه ملاقات وروسته وکړه. مېرکل نيوکه وکړه چي بوداپست د دبلن تړون په ترڅ کي ځان د مهاجرو له پاره مسؤل نه ګڼي. د هغې په وينا هنګري د ورته رسېدلو مهاجرو په هکله وايي چي هغوی بايد په يونان کي لا ثبت سوي وای.
م.م. اُردن د سوريايي مهاجرو په مراقبت کي مرستو ته اړ دی
ملګري ملتونه وايي چي د سوريې په سويل کي د سختو بمي بريدونو په ترڅ کي ۷۵۰ زره انسانان د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. له مهاجرو سره د ياد سازمان د مرستي ادارې رئيس فيليفو ګراندي ږغ کړی دی چي له اُردن سره دي مرستي وسي چي دغه هيواد د نوو وررسېدونکو سوريايانو سره اړين کومکونه وکولای سي. ګراندي له اُردن څخه هيله وکړه چي و سوريايي ناهيلو سوو مهاجرو ته خپله پوله پرانيزي.
په يمن کي په سلونو زره انسانان له ګواښ سره مخامخ دي
د يمن پر بندري ښار حديده کي رواني جګړې تقريبا د يو ميليون انسانان ژوند ته ګواښ دي. د مرستندويه سازمان آکسفام استازو په برلين کي وويل چي نژدې ۸۰۰ زره انسانان په حديده کي له لوږي سره مخامخ دي او ۸۰ زره يې سرپنا نه لري. دغه سازمان زياته کړې ده چي ډير نور انسانان د کولورا ناروغۍ له ګواښ سره هم مخامخ دي.
د فرانسې په نانتس سيمه کي ناقرارۍ ادامه لري
د پوليسو په ډزو د يو ۲۲ کلن ځوان تر وژل کېد وروسته د فرانسې په نانتس سيمه کي يو ځل بيا اخ و ډب رامنځ ته سوی دی. د پوليسو د وياندي په وينا د پيښي په دويمه شپه هم په ياده سيمه کی داسي ځوانانو چي مخونه يې پټ کړي ول د اطافيې پر عمله ډبري اورولي دي. زياته سوې ده چي په دې ترڅ کي دوکانونو او عامه ودانيو ته زيانونه رسېدلي دي. د دغو ناکراريو پر وخت پوليسو ۱۹ کسان نيولي دي.
د آلمان مسيحي سوسيال ګوند له پولې د مهاجرو د جوابولو ګواښ کوي
د آلمان په ائتلافي حکومت کي برخوال مسيحي سوسيال ګوند ګواښ کړی دی چي له اتريش سره پر پوله به مهاجرو ته و آلمان ته د داخليدو اجاز ور نه کړي. دا په داسي حال کي ده چي پلان سوې د ياد ګوند سياستوال او د آلمان داخله وزير هورست زېهوفر د مهاجرو پر موضوع له اتريش سره خبري اتري وکړي.