لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ترمپ د مخدرو موادو قاچاق کوونکو ته د مرگ سزا غوښتنه کوي
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي د درد کمونکو درملو له اعتياد سره د مبارزې پلان وړاندې کړي. د نوموړي د يوه همکار په حواله دغه پلان د مخدرو موادو د قاچاق کوونکو له پاره د مرگ سزا په نظر کې لري. د ترمپ د کورني سياست د جرگه گۍ مشر اندريو بريمبيرگ اعلان وکړ چې د عدلیې وزارت به په هغو قضيو کې د مرگ سزا غوښتنه کوي «چې د اوسني قانون له پلوه مناسبه وي.»
په جلال آباد کې بمي چاودنې درې کسان وژلي
د افغان چارواکو په حواله په جلال آباد کې په موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو د چاودنې له کبله ۳ کسان وژل شوي دي. د ننگرهار د پوليسو يوه چارواکي وويل چې پيښه د فوټبال لوبغالي ته څيرمه چې د حزب اسلامي د مشر گلبدين حکمتيار غونډه کې پکښې روانه وه، رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه چې پيښه د حکمتيار د غونډې تر ختميدو وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې خلک بيرته کورونه ته روان ول.
روسيه: پوتين د ۷۶،۶ سلنه رايو په اخيستلو سره د ولسمشرۍ ټاکنې وگټلې
ولاديمير پوتين د روسیې د ولسمشرۍ ټاکني د ۷۶،۶ سنله رايو په ترلاسه کولو سره گټلي دي. په دې توگه به ۶۵ کلن پوتین د راتلونکو شپږ کلونو له پاره پر خپله څوکۍ پاته شي. په ټاکنو کې د خلکو ونډه ۶۷ فيصده وه. دويم مقام کميونيست پاول گرودينين د ۱۱،۸ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره خپل کړی ښی اړخه عوامپال سياستوال ولاديمير ژيرينوفسکي ۵،۶ سلنه رايي گټلي دي.د کریملن منتقد اليکسې ناوالني د ټاکنو د تحريم غږ کړې وو.
په آلمان کې کردي ټولنه په عفرين کې د اروپا د منځگړيتوب غوښتنه کوي
په آلمان کې د کردانو ټولني د ترکیې له خوا د سوریې د شمالي ښار عفرين د نيولو له کبله د اروپايي ټولنې د منځگړيتوب وړاندیز کړی دی. د دغه ټولنې عمومي منشي جاهد بصر وويل چې اروپا د يوه منځگړي په توگه د ترکیې حکومت ته د يوه څرگند سگنال په ليږدولو سره او د سوریې په شمال کې د ديموکراتيکې خپلواکمنې ادارې په بيرته فعالولو سره «دا جگړه ډير ژر لنډولای او يا ختمولای شي». ترکي ځواکونو تيره ورځ دغه ښار ونيوه.
د چين په حکومتي کابينه کې بدلون
د چين په حکومت کې د بدلونو په ترڅ کې د دولت او د خلکو د گوند د مشر شي جين پنگ مشاور ليو هي د مرستيال لومړي وزير په توگه ټاکل شوی دی. د خلکو د گوند د کنگرې پر وخت لکه څرنگه چې تمه ئې کیده، هغه د مرکزي بانک د مشر په توگه غوره نه شو. خو ليو هي به د مرستيال لومړي وزیر په توگه د اقتصاد او مالي سياست مسئوليت پرغاړه ولري. اي کانگ د مرکزي بانک نوی مشر شو. د بهرنيو چارو وزير وانگ يې پر خپله څوکۍ پاته شو.
اسرائيل: د فرانسې د قونسلگرۍ يو کارکوونکی د وسلو د قاچاق په تور نيول شوی
د فرانسې د قونسلگرۍ پر يوه کارکوونکي له غزې تراډي څخه د اردن سيند لويديځې غاړې ته د وسلو د قاچاق شک کيږي. د اسرائيلو د کورنيو استخباراتو مشر وويل چې دغه تن د قونسلگرۍ په موټر کې له غزې تراډي څخه په پنځو سفرونو کې کابو۷۰ توفانچې او دوه ماشينداره انتقال کړي دي. ويل شوي دي چې دا فرانسوی چې په بيت المقدس کې یې د خپل هيواد په قونسلگرۍ کې کار کاوه د فلسطنيانو د يوې قاچاق وړونکې شبکې غړی دی.