لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د امريکا د دفاع وزیر کابل ته رسیدلی
د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير جېمز ميتس کابل ته تر رسېدو مخکي د سفر پرمهال خبريالانو ته ويلي دي چي: «دا امکان نه لري چي ټول طالبان دي تر يوه پوښښ لاندي راوستل شي. دا اوږده لاره ده. خو د طالبانو ځيني غړي سته چي له افغان حکومت سره خبرو ته لېواله دي.» ميتس افغانستان ته د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو تر پيليدو لږ د مخه سفر کړی دی، خو طالبانو له څو کالونو راهيسې په ژمي کې هم خپل يرغلونه درولي نه دي.
د فلسطنيانو لومړی وزیر له يوه احتمالي بريده روغ رمټ وتلي دی
په غزې تراډه کې د فلسطنيانو د لومړي وزیر رامي حمدالله د موټرو کتار ته څيرمه په شوې چاودنه کې ۷ تنه ټپيان شوي دي. د امنيتي چارواکو په حواله حمدالله او له هغه سره مل د استخباراتو مشر مجيد له چاودنې روغ رمټ وتلي دي. د عيني شاهدانو په وينا چاودنه غزې تراړې ته د دغه چارواکو د موټر د کتار تر رسیدو لږ وروسته وشوه. د فلسطنيانو مشر محمود عباس د بريد پړه پر حماس ډلي چې دغه سيمه کنترولوي، اچولې ده.
يمن: موټر بم بريد درنه مرگ ژوبله اړولې
د يمن په سويلي ښار عدن کې د موټر بم بريد په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي. د روغتيايي کارکونکو په حواله په بريد کې ۲۵ کسان نور ټپيان دي چې د ځينو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی. د بريد هدف په ښار کې د متحدو عربي اماراتو له ملاتړه د برخمنو ځواکونو کانتين وو. د بريد پړه داعش ډلې منلې ده. تيره اوونۍ هم پر امنيتي ځواکونو بريدونه شوي ول.
«ترکي ځواکونو عفرين ښار کلابند کړی»
د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو د ولس ساتونکو مليشو پر ضد د عملياتو تر پيل کابو اته اوونۍ وروسته د ترکيې ځواکونو ظاهراً عفرين ښار کلابند کړی دی. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې په حواله هلته کابو ۳۰۰ زره انسانان اوسي. ترکيه له جنوري میاشتې راهيسې په سيمه کې د کردي مليشو پر ضد عمليات کوي چې دوی د کردانو د منع کړل شوي گوند پي کې کې سره د اړيکو له کبله گواښ گڼي.
د فلسطنيانو لومړی وزیر له يوه احتمالي بريده روغ رمټ وتلي دی
د عراق حکومت د هيواد په شمال کې د کردانو په خپلواکمنو سيمو کې پر هوايي قلمرو بندیز لغو کړی دی. لومړي وزیر حيدر العبادي د نړيوالو پروازونو له پاره د سيمې د هوايي ډگرونو د پرانيستو لارښوونه کړې ده. د عراق مرکزي حکومت د تيرکال د سپتمبر مياشتې په پای کې د کردانو په سيمو کې د خپلواکۍ په اړه پر ریفرنډم د غبرگون په توگه دا بندیز غوره کړی وو.
په ايران کي د اجباري حجاب پر ضد احتجاج کونکو سره د سخت چلن غوښتنه
د ايران د کارپوهانو شورا چې د هيواد د سترې ديني مرجع په سترگه ورته کتل کيږي، په دغه هيواد کې د اجباري حجاب پر ضد له احتجاج کوونکو ښځو سره د کلک چلن غوښتنه کړې ده. د دغه جرگه گۍ مشر احمد جنتي ويلي دي: «د پوړني پر سر کول د اسلام يوه داسې برخه ده چې انکار ترې نه شي کيدلای او د ښځو حيثيت او عفت تضمينوي.»د تير کال له دسمبر مياشتې راهيسې په ايران کې ښځو د اجباري حجاب پر ضد احتجاجونه پيل کړي دي.
د پاکستان حکومت د پارونکو ويناو د خپریدو د مخنيوي له پاره يو ايپ معرفي کړ
د پاکستان حکومت د ځيرک تليفون يو اپليکيشن معرفي کړی چې له لارې به یې د پارونکو ويناو د خپريدو مخه ونيوله شي. د پاکستان د ترهگرۍ ضد ادارې وياند مجيب الرحمان تالپور وويل چې د دې ايپ له لارې به په ټولنه کې افراطيت ته د هڅولو او تحريکولو مخنيوی وشي. د نوموړي په خبره کارونکي کولای شي د مثال په توگه عکسونه، شعارونه او نور افراطي اطلاعاتو او همدا راز انترنتي لينکونه ثبت کړي.