لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولي تړون لاسليک سو
د افغانستان د حکومت او د حزب اسلامي تر منځ پسله څو مياشتو خبرو اترو د سولي تړون لاسليک سو. د لاسليک سوي تړون له مخي به د حزب اسلامي جنګيالي خپلو وسله والو فعاليتونو ته د پای ټکی ايږدي او په بدل کي به قانوني مسؤنيت ترلاسه کوي. د تړون له مخي به حزب اسلامي د دې وروسته صرف په سياسي توګه په افغانستان کي فعالیت کوي.
شټاينماير د سوريې په هوايي قلم رو کي د الوتنو د بندي غوښتنه وکړه
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د سوريې په هوايي قلم رو کي د الوتنو د بنديز د ساحې د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده. شټاين ماير په نيويارک کي وويل چي اوس يوازي د يو مؤقتي او په بشپړه توګه پر نظامي الوتنو بنديز د اوربند له پاره يو چانس جوړېدلای سي. نوموړي وويل چي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د مرستو پر کاروان بريد وښودل چي دغه بحران يو بل نوي «ټيټې نقطې» ته داخل سوی دی.
«په آلمان کی ۵۵۰ زره رد سوي مهاجر ژوند کوي»
په آلمان کي د ۲۰۱۶ کال د جون مياشتي په پای کي تقريبا ۵۵۰ زره رد سوو پناه غوښتونکو ژوند کاوه. د آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ» د راپور په حواله له ياد شمېر پناه غوښتونکو څخه درې پر څلورمه برخه (تقريبا ۴۰۶ زره) يې داسي ده چي تر ۶ کالو څخه زیات وخت کيږي چي په آلمان کي ژوند کوي.
د سرېبرېنيڅا ډلوژنه ـ شنه خولۍ عسکر به نه محاکمه کيږي
د بشري حقونو له پاره اروپايي محکمې په شتراسبورګ کي فيصله کړې چي د بوسنيا په سرېبرېنيڅا کي د ډل وژنې په تړاو به د ملګرو ملتونو شنه خولۍ عسکر نه محاکمه کيږي. په دې توګه سره يادي محکمې د قربانيانو د کورنيو غوښتنه رد کړې ده. په دغه قضيه کي د سوله ساتي ځواک د يو قومندان او دوو نورو عسکرو د محاکمې غوښتنه سوې وه. په ۱۹۹۵ کال کي دغه ډل وژنه د بوسنيا او سربستان په خوندي سيمه کي رامنځ ته سوې وه.
د سوريې پر حلب بمباريو زيات انسانان وژلي دي
د سوريې پر لوی ښار حلب د هوايي بمباريو له کبله لږ تر لږه ۴۵ انسانان وژل سوي دي. د فرانس پريس د خبريال د راپور له مخي د دغه ښار په ختيځه برخه بوستان القصر کي بشپړه کوڅه په لمبو کي سوځېدلې ده. ياغيانو ويلي چي د څو مياشتو راهيسي دا پر دغه سيمه تر ټولو لوی هوايي بريد ؤ. د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د مرستو پر کاروان تر بريد وروسته اوس يو ځل بيا سيمي ته يو مرستندويه کاروان پر لاري دی.