1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لا ډیرو ښځو پر دونالد ترمپ باندې تورونه لګولي دي

۱۳۹۵ مهر ۲۴, شنبه

داسې ښکاري چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند دونالد ترمپ، ستونزې د خلاصیدو نوم نه اخلي. دوو نویو ښځو پر هغه باند تور لګولی دی چې پر دغو ښځو باندې یې لاس وهلی دی.

https://p.dw.com/p/2RGHw
US TV Debatte Trump vs Clinton
انځور: Reuters/S. Stapleton

دونالد ترمپ ټینګار کوي چې دغه ښځې د داسې یوې دسیسې برخه دي چې هدف یې ولسمشرۍ ته د هغه د رسیدو مخنیوي ده، خو پر ترمپ باندې د تور لګوونکو ښځو شمیر ورځ تر بلې ډیریږي.

پر ترمپ باندې د جنسي ناوړه کړنو د تور لګوونکو شمیر ورځ تر بلې ډیرېږي.
پر ترمپ باندې د جنسي ناوړه کړنو د تور لګوونکو شمیر ورځ تر بلې ډیرېږي.انځور: Getty Images/F. M. Brown

هغه دوه نوې ښځې چې دونالد ترمپ یې په ناوړه جنسي کړنو تورن کړی دی، سمر زروس او کریستین اندیرسن، نومیږي. تر دې مخې د نیویارک ټایمز ورځپانې یو داسې رپوټ خپور کړی وو چې په کې دوو نورو ښځو هم پر ترمپ باندې ورته تورونه لګولي وو.

زروس د «دي اپرنتس» تلویزیوني خپرونې پخوانۍ ګډونواله ده چې دونالد ترمپ یې کوربه وو. هغې وویل چې دونالد ترمپ له ورڅخه غوښتي وو چې ورسره پر تخت سملي. زروس او اندرسن دواړه د داسو پیښو په اړه خبري کوي چې تر لسو کاله ډیر وخت مخکې رامنځ ته شوې دي.

ترمپ بیا د جمعې په ورځ دغه تورونه رد کړل او ویې ویل چې دغه ښخې نه پیژني. که څه هم ترمپ دغه تورونه رد کړي دي، خو داسې ښکاري چې پر دونالد ترمپ باندې تورونو د هغه شهرت ته تاوان رسولی دی. هر څه تر هغه وروسته پیل شول چې د ترمپ د ۲۰۰۵ کال یوه داسې ویدیو خپره شوه چې هغه په کې ډیرې ناوړه خبرې کړې وي.