لاس انجلس د زړه راښکونکو زمزمو کوربه وو
لاس انجلس د زړه راښکونکو زمزمو کوربه وو
ګرمي ګالا ایوارډز
په عادې وختونو کې د یوه مشهوري سندرغاړې په کنسرت کې د ګډون کولو له پاره باید سړی یو څه ناڅه زحمت وباسي، خو په یو وخت کې د ډیرو مشهورو هنرمندانو د سندرو اوریدو جانس ترلاسه کول جلا خوند لري.
جنال موني،
جنال موني، له خپل ټیم سره د ستیج پر مخ را څرګنده شوه او خپل نوی «ري مکس» سندره یې نندارچیانو ته واوروله. د «میک می فيل» په نوم سندره د ۲۰۱۹ م کال د کلنۍ جایزې له پاره نومول شوې. هغې د دې سندرې په ویلو سره د نندارچیانو توجه راجلبه کړه. د نوموړي یوه بله مشهوره سندره (پنک) د کوم په ویډیو کې چې هغې په خپله د سندرې نڅا او حرکتونه اجرا کړي دي، هم د ګریمي ایوارډ یا ګریمي په نوم جایزې له پاره کاندیده ده.
لیډي ګاګا،
لیډي ګاګا، هم د «ای سټار از بورن» فلم کې ویل شوې سندره«شیلو» د ستیج پر سر له خپلو مخصوصو حرکتونو سره نندارچیانو ته وړاندې کړه.
کمیلا کبیلو
کیوبایي الاصله امریکایې ستورۍ کمیلا کبیلو د دې ښایسته ماښام پیل له خپلې مشهورې سندرې «هوانا» سره وکړ. کميلا کبیلو په خپل نمایش او سندره کې د انګلیسي او لاتیني دواړو ژبو له ادبیاتو کار اخیستی وو.
دیانا ورس
«ډسکو ډیوا دیانا روس» د فبرورۍ په ۱۰ د ګرامي ایوارډ په مراسمو کې د ګډون کونکو تماشاچیانو ځانګړی پام ځانته راجلب کړی وو.
«ډولي پارټن» او «ډسکو ډیوا دیانا ورس»
د سندریزو ستورو په دې محفل کې هر هنرمندې خپل د هنر ښکلاء نندارې ته وړاندې کړ، خو کله چې د هنري نړۍ د آسمان خبره کیږي بیا نو د «ډولي پارټن» او «ډسکو ډیوا دیانا ورس» نومونه ضرور اخیستل کیږي. دغو سندرغاړو د دې محفل ښکلاء لا پسې ډیره کړې وه.