1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قزاقستان کې نژدې ۸ زره کسان نيول شوي دي

۱۴۰۰ دی ۲۰, دوشنبه

د قزاقستان چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې پولیسو د وروستیو اعتراضونو په جریان کې نژدې ۸ زره کسان نيولي دي. په قزاقستان کې د تیرې اونۍ نارامۍ د دغه هیواد د خپلواکۍ په۳۰ کلن تاريخ کې تر ټولو شديدې ناآرامۍ ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/45L4X
Kazachstan | Proteste in Almaty - Festnahme
انځور: Vasily Krestyaninov/AP/picture alliance

اسوشتید پریس خبري آژانس د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت په حواله ليکلي دي چې د تیرې اوونۍ د تاوتریخوالي په جریان کې په ټول هيواد کې ۷۹۳۹ کسان نيول شوي دي. د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې، د جاسوسۍ ضد او د تروریزم ضد ادارو د دوشنبې په ورځ ډاډ ورکړ چې اوس په ټول هیواد کې وضعيت «تر کنټرول لاندې دی.»

د قزاقستان چارواکو د تیرې اونۍ تاوتریخوالو د قربانيانو په خاطر د دوشنبې ورځ د ماتم ورځ اعلان کړې ده.

د قزاقستان د عامې روغتيا وزارت د دوشنبې په ورځ وويل چې د تیرې اونۍ په ناکراريو کې ۱۶۴ کسان وژل شوي دي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي.

په قزاقستان کې اعتراضونه د جنورۍ مياشتي پر دوهمه نېټه د نقلیه وسایطو د يو ډول سونګ موادو بيې د نژدې دوه برابره لوړيدو په غبرګون کې پیل شول چې ډیر ژر يې لمن د دغه هیواد پلازمېنې او نورو برخو ته هم ورسیده. دغه اعتراضونه ظاهراً له حکومتي واکمنانو څخه د خلکو د نارضايتۍ ښکارنديي کوي.

Kasachstan Almaty | Proteste & Ausschreitungen, Brand im Rathaus
په قزاقستان کې د تیرې اونۍ نارامۍ د دغه هیواد د خپلواکۍ په۳۰ کلن تاريخ کې تر ټولو شديدې ناآرامۍ ښودل شوي ديانځور: Anatolij Weisskopf/DW

د ناکراريو په پيلیدو سره د وزیرانو کابينې استعفا ورکړه او ولسمشر، قاسم جومارت توقایف، د قزاقستان پخوانی رهبر نورسلطان نظربایوف خپل د ملي امنیت شورا د مشر ځای ناستی کړ.

د تیرې اوونۍ په اعتراضونو کې يو مهم شعار چې د اعتراض کوونکو له خوا ورکول کیدی د «زوړ سړي ګوښه کیدو» شعار وو، چې موخه يې له نظربایوف څخه وه. نظربايوف د قزاقستان تر خپلواکۍ وروسته ډېر کلونه د دغه هیواد ولسمشر وو چې په ۲۰۱۹م کال کې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه او اوسنی ولسمشر، جومارت توقایف يې خپل ځای ناستې کړ. نظر بایوف د قزاقستان د ملي امنيت شورا په راس کې د پام وړ قدرت ترلاسه کړی وو.

سربيره پر دې چې حکومت د تيلو په تړاو یو امتیاز اعلان کړ، خو شدیدو اعتراضونو څو ورځو دوام وکړ چې په لړ کې يې حکومتي ساختمانونو ته اور واچول شو او په لسونو کسان پکې ووژل شول. تیره ورځ رپوټونو د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت له قوله ويلي ول چې تر سلو ډېر تجارتي مرکزونه او بانکونه لوټ او تر ۴۰۰ ډير نقليه وسایط تخریب شوی دي.

Konflikt in Kasachstan
قراقستان ته د سوله ساتونکو په توګه استول شوي ځواکونه انځور: Vladimir Tretyakov/NUR.KZ/AP/dpa/picture alliance

د ناکراریو په جریان کې اعتراض کوونکي د الماتۍ پر هوايي ډګر هم ورغلل او اور يې ورته واچاوه. د ښار په کوڅو کې د څو ورځو له پاره د وسلو د ډزو رپوټونه هم ورکړل شول. آن تر دې چې چارواکو بېړنی حالت اعلان کړ او ولسمشر توقایف، د جمعي امنيت تړون له سازمان څخه چې رهبري يې روسیه کوي، د مرستې غوښتونکی شو. یاد سازمان چې د پخواني شوروي اتحاد له شپږو هیوادونو څخه جوړ دی، قراقستان ته يې د سوله ساتونکو په توګه ۲۵۰۰ ځواکونه ولیږل چې تر ډيره روسي دي.

د قزاقستان ولسمشر دغه مظاهرې «تروریستي» تحريک ګنلی او ويلي يې دي چې بهرنی ملاتړ يې درولود، خو د اعتراض کوونکو له خوا کوم رهبر یا سازمان نه دی ښودل شوی. هغه د جمعې په ورځ پولیسو او پوځ ته امر وکړ چې په اعتراضونو کې ښکيل «تروریستان» په ډزو ووژني.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې ورځې په سهار په یوه اعلامیه کې وويل چې په هیواد کې سوله ايز اعتراضونه «د تروریستي، افراطي او جرمي ډلو له خوا یرغمل شوي ول.»