«د موافقې تر بشپړ عملي کېدو له امریکا سره مذاکره نه کوو»
۱۴۰۵ تیر ۱۰, چهارشنبه
د ایران د اسلامي شورا او له امریکا سره د دغه هیواد د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف، د ایران له دولتي تلویزون سره په یوه مرکه کې چې د سه شنبې (د جون ۳۰ نیټه) په ورځ خپره شوه وویل: «د ایران اوسنۍ ناستې د موافقې په یاداشت کې د ذکر شوو ژمنو د عملي کولو په خاطر ترسره کیږي او تهران تر هغه وخته پورې چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د لاسلیک شوي موافقې شرایط نه وي عملي شوي، د نورو موضوعاتو په هکله هیڅ ډول خبرو اترو ته نه داخلیږي.»
نوموړي زیاته کړه چې ایران د عمان ترڅنګ پر هرمز تنګې حاکمیت لري او هیڅ کله به د دې ستراتیژیک مسیر په هکله د خپلو حقونو پر سر معامله ونه کړي.
د قالیباب په وینا د موافقې د مادو په اساس له هرمز تنګې څخه د تادیې یا پیسو ورکولو پرته د کښتیو تیریدل «یوازې د ۶۰ ورځو» له پاره امکان لري.
د ایران د مرکچي پلاوي مشر په دغه مرکه کې ویلي دي: «مونږ د خبرو اترو مسیر تعقیبوو، خو که خبرې اترې د اجرا پړاو ته ونه رسیږي، جګړې ته هم تیار یو او ورته به مناسب ځواب ورکړو.»
قالیباف د دغې مرکې په یوه بله برخه کې د ایران د نفتو صادراتو ته په اشارې سره وویل کله چې د دغه هیواد بندرونه د امریکا په محاصره کې ول، په هیڅ اندازه نفت نه شول صادرولی.
نوموړي زیاته کړه: «له هغې ورځې څخه چې محاصره پای ته رسیدلې، تر نن پورې مو له ۴۰ میلیونه بوشکو ډیر نفت صادر کړي دي.»