فلېپين په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیاتو لپاره سپي روزي
د فېليين پلازمینه منيلا احتمالي زلزلو ته چمتووالی نیسي، ځکه چې دا ښار په داسې سيمه کې موقعيت لري چې ډېرې زلزلې پکې رامنځته کیږي. دولتي مرستندويان سپي او د هغوی مالکان د ژغورنکو په توګه روزي.
د بیړني وضعيت لپاره روزنه
هره یکشنبه شاوخوا ۴۶ سپي د منیلا ښار څنډو ته راوړل کیږي څو یوځای وروزل شي. ټاکل شوې دا روزل شوي سپي د زلزلې پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې د طبیعي ناورین مدیریت څانګو سره مرسته وکړي.
حازل د یوې زینې پر سر
درې کلنه سپۍ حازل، او د هغې مالکه ناتالیا چووا، روزل کیږي چې څه ډول له خنډونو تیر، له زینو ښکته او پورته لاړ شي څو زلزله ځپونکي پیدا کړي. ۱۷ کلنه چووا وایي :«زما هدف دا دی چې له حازل سره یو ځای د لویو زلزلو له پاره د امکان تر بریده چمتو اوسو.»
د زلزلې په ویجاړیو کې د خلکو د موندلو تمرین
ناتالیا چووا، ځان په خنډونو کې پټوي او حازل باید هغه تعقیب او ومومي. دغه سپۍ مخکې د چووا له ساتنې په سړکونو ګرځیده او ډیره ډنګره وه. هغه د یو شمیر نورو سپیانو په څیر چې دلته روزل کیږي اصل او نسب نه لري. خو هغه شور ډیر شو او لیوالتیا ښیې. هغه چې کله چووا ومومي، خپل بریالیتوب په غپیدو څرګندوي او دغه راز خپله لکۍ خوځوي.
شديده زلزله
د سپيو روزونکې کاترینا فلورنس وايي: «موږ ټول پوهیږو چې موږ باید واقعا د یوې لوې زلزلې لپاره چمتو اوسو.» منیلا د تکتونيکي درز په لویدیځ کې (د ځمکې د سطحې چاوده) موقعیت لري. زلزله پوهان داسې انګیري چې د دوو تکتونيکي تختو حرکتونه ښایي د شدیدې زلزلې او د فلېپين پلازمینه کې د یوې فاجعې لامل شي.
د کورنیو سپیو لپاره د حکومت روزنه
د سپيو د روزنې لګښت د منیلا پراختیایی ادارې لخوا ورکول کیږي. سپي او د دوی مالکان باید لږ تر لږه د روزنې ۱۲پړاونه ترسره کړي څو عملیاتو ته چمتو شي. رضاکارو ډلو له ۲۰۱۶ کال راهیسې شاوخوا ۷۰۰ کورني سپي روزلي دي، او تمه ده چې د هغوی شمېر به زیات شي. موخه دا ده چې په منیلا کې د ژغورنې عملیاتو لپاره ۳۴۰۰ سپي چمتو شي.
ژوی چې انسان ژغوري
یو سپی د روزنې په ځای کې ټوپ کوي. کارپوهان ویره لري چې که د منېلا لویه سیمه زلزله ولړزوي نو په لسګونو زره خلک به له خطر سره مخ شي. د خطر په وخت کې دغه کورني سپي کولی شي د انسانانو ژوند وژغوري.
د سپي او انسان پیاوړی یوالی
کله چې ناتالیا چووا، دا سپۍ په ۲۰۲۱ کې د کورني حیوان په توګه غوره کړه، هغه مهال سپۍ ډیره کمزورې او ډارنه وه. هغه له روزنې سره آرامه او زړوره شوې. چووا وايي: «هغه له روزنې سره مینه لري. زه فکر کوم که چیرې دغه سپۍ د ژغورنې او پټلنې برخه کې هیڅ لیوالتیا هم ونه لري دا پروګرام له سپيو سره د اړیکو د پراختيا او د زده کړې لپاره یو ښه فرصت دی.»