فرزاد لاسونه نه لري، خو ژوند یې ښه دی
فرزاد مورزادي لاسونه نه لري، خو هغه خپل دغه معلولیت نه دی پریښی چې د ژوند د چارو مخه یې ونیسي. هغه اوس یو پلار، زوی، دوکاندار او د ټولنې فعاله غړی دی.
۲۶ کلن فرزاد ګل د ختیځ ولایت ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې اوسیږي.
فرزاد واده کړی او دوه ماشومان لري.
هغه خپل ټول کارونه په بښو کوي ځکه لاسونه یې مورزادي نشته.
دی د خپل کور مخې ته یو وړوکی دوکان لري.
فرزاد نه یوازې دا چې پر خپلې کورنۍ باندې بوج نه دي بلکه د خپل کور د لګښتونو په برابرولو کې له نورو غړو سره اوږه هم ورکوي.
د فرزاد ملګري وایي چې دی د هغوی له پاره یو اتل دی.
فرزاد وایي چې که یې لاسونه وای نو خپلو ماشومانو ته به یې په سمه توګه مینه ورکړي وای، خو دی اوس هم ډیر وخت له خپلو ماشومانو سره تیروي.
انځورونه
1 | 7انځورونه