فرانسه نوې کالدونیا ته اضافي ځواکونه استوي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبهفرانسې خپلې نوې کالدونیا جزېرې ته چې ۱۷زره کيلومتره لرې په آرام سمندر کې د استرالیا او فیجي هېوادونو ترمنځ واقع ده، اضافي ځواکونه استوي. رپوټونه وايي په وروستیو نښتو کې ۵ کسان وژل شوي او په سلونو نور ټپيان دي.
دغه نښتې د فرانسې د رای ورکونې یو نوي قانون پر ضد پراخو اعتراضونو کې چې په تاوتريخوالي اوښتي، رامنځ ته شوې دي. دغه اعتراضونه چې ګډونوال ېې تر ډېره بومي خلک دي، له ۱۹۸۰ کلونو راوروسته تر ټولو خونړي دي.
نوې کالدونیا د نړۍ په مختلفو برخو کې فرانسې ته د استعمار له دورې وروسته د ورپاتو ملکیتونو له ډلې یوه ده.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير، جرالد دارمنین، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د پنجشنبې په ورځ یو ژاندارم وژل شوی چې له دې سره د وژل شوو پولیس افسرانو شمېر دوو ته رسېدلی دی.
د پولیسو یو افسر یاد آژانس ته وويل چې هغه په دوستانه ډزو کې وژل شوی دی.
د فرانسې لومړي وزير ګبریل اتل، وويل چې پاریس به نوې کالدونیا ته شاوخوا «۱۰۰۰ اضافي داخلي امنيتي پرسونل» واستوي چې په سيمه کې به پر ميشتو ۱۷۰۰ ځواکونه ور زیات شي. هغه زیاته کړه دغه ځواکونه به د «بلواګرو او لوټمارانو د اشد مجازاتو» له پاره فشار وارد کړي.
لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ د وزيرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې وويل چې یاد ځواکونه د بندرونو او د نوي کالدونیا نړېوال هوايي ډګر چې اوس د تجارتي پروازونو پر مخ تړل شوی، د امنیت له پاره ګومارل شوي ول.
هغه دا هم وويل چې په نوې کالدونیا کې ټیک ټاک شبکه ممنوع شوې، ځکه چې اعتراض کوونکو ورڅخه استفاده کوله.
په سیمه کې د یوې امنيتي سرچېنې له قوله راغلي دي چې د «بلواګرو» له ډلې چې شمېر ېې ۵زره اټکل کيږي، تر ۲۰۰ ډېر ېې نيول شوي دي.
چارواکي وايي په دغو تاوتریخوالو کې د ۶۴ پولیسو په ګډون په سلونو کسان ټپیان شوي دي. د فرانسې نوې کالدونیا جزېره شاوخوا ۲۷۰زره نفوس لري.
(AFP)mks/nz
له آرشیف څخه (07.05.2021):