1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د معلولينو په هستوګنځای کې اورلګېدنې ۹ تنه مړه کړي

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د فرانسې په لويديځ کې د معلولیت لرونکو ځوانانو یوه ډله چې په رخصتۍ وتلي ول، د اوسېدو په ځای کې ېې اورلګېدنه رامنځ ته شوې، لږ تر لږه ۹ کسان په کې مړه شوي دي. د دوو نورو لادرکه کسانو په هکله هم اندېښنه ده چې مړه شوي به وي.

https://p.dw.com/p/4UxVd

په سيمه کې د ژغورنې د ادارې مشر وويل چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اگست ۹ نېټه) د وينزينهایم په نوم ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده. دغه ښارګوټې د فرانسې په لويديځه سیمه هاوت-هایم کې واقع دی. سیمیزې ادارې ويلي دی چې اورلګېدنه د سهار په ۶ بجو او ۳۰ دقیقو رامنځ ته شوه.

د اوروژنې ادارې د ژغورنې ډلې مشر، ډګرمن فیليب هاویلر، وويل چې دوی د دوو نورو لادرکه کسانو چې په احتمال سره په دغه اورلګېدنه کې به مړه شوي وي، د موندلو هڅې کوي.

چارواکي وايي د پېښې له ځایه ۱۷ کسان تخلیه شوي هم دي چې په هغو کې يو تن شديد ټپي شوی چې روغتون ته لیږدول شوی دی.

ورته نورو ولولئ: د پاریس په میترو سټیشن کي د چړې په بريد کې ۶ کسان ټپیان سوي

Viele Tote nach Feuer in Ferienunterkunft im Elsass
انځور: Patrick Kerber/dpa/picture alliance

ډګرمن هاویلر وويل چې دغه افراد د وینزينهایم ښارګوټي په يو شخصي هستوګنځای کې اوسېدل او یوازې هغه کسان چې د کور د ځمکې سر په پوړ کې اوسېدل، له اوره په تېښته بریالي شوي دي.

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، هاویلر زیاته کړه چې ۱۱ مړه شوي کسان د ساختمان په پورتني پوړ او د دوو پوړونو تر منځ یوه زينه کې چې د اورلګېدنې په جریان کې غورځېدلې، بند پاتې شوي ول.

ورته نورو ولولئ: په فرانسه کې اورلګېدنې لس کسان وژلي

د فرانسې ولسمشر، امانويل ماکرون، هم پر ټوېټر د پيښې د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره خواخوږي ښودلې دې. هغه له امنيتي چارواکو او اطفائې څخه مننه کړې ده.

Viele Tote nach Feuer in Ferienunterkunft im Elsass
انځور: Sebastien Bozon/AFP

د فرانسې صدراعظمې، الیزابت بورنه، پر ايکس شبکې چې په ټويټر هم پېژندل کيږي، ويلي دي چې هغه د پېښې ځای ته روانه شوې ده. د اوروژنې ادارې په یوه اعلاميه کې ويلي دي اور په کنټرول کې راوستل شوی دی.

د سېمې امنيتي مشر، کریستوف ماروت، فرانسوي خبري شبکې، فرانس انفو، ته وويل په دغه پېښه کې ۱۰ تنه «د لږ فکري معلوليت» لرونکو ځوانان مړه شوي او باور پر دې چې یو کس چې له دغې ډلې سره ېې همکاري کوله هم مړ شوی دی.

ورته نورو ولولئ: په فرانسه کي پر کوچنیانو د چاقو برید سوی

د هاوت-راين سېمېزې ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي چې د پېښې قربانیان په اصل کې د فرانسي په غربي ښار، ننسي، کې اوسېدل، خو د خپلې رخصتۍ پر مهال ېې په دغه ساختمان کې اړولي ول.