1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر وتو وروسته هم له افغانستان سره مرسته کوو»

۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د جمعې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر سره یو گډ خبري کنفرانس ورکړ. اولاند په دې کنفرانس کې وویل چې فرانسه به له ۲۰۱۲ کال وروسته هم له افغانستان سره به په بیلابیلو برخو کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/152FO
انځور: AP

فرانسوا اولاند وویل چې افغانستان ته د هغه سفر دوه موخې لري لومړی دا چې خپلو سرتیرو ته د ۲۰۱۲ کال په پای کې په افغانستان کې د هغوی د پوځي عملیاتو پای اعلان کړي او دویم دا چې له ولسمشر کرزي سره وویني. 

د فرانسې ولسمشر وویل چې له کرزي سره ئې د افغانستان او فرانسې د راتلونکو اړیکو او همکاریو به اړه خبرې کړي دي. د هغه به خبره تر ۲۰۱۲ کال وروسته به هم فرانسه په افغانستان کې د افغان ځواکونو په روزلو بوخته وي خو په جنګي عملیاتو کې به برخه نه اخلي.

اولاند وویل چې فرانسه به له افغانستان سره د سرتیرو د روزنې په برخه کې د مرستو تر څنګ، له دې هیواد سره په فرهنګي، روغتیایي، بیارغونې، زراعت، اقتصاد او نورو بخشونو کې هم مرسته وکړي.

اوس مهال فرانسه په افغانستان کې شاوخوا ۳۵۵۰ سرتیري لري. له ۲۰۰۱ کال راهیسي فرانسې په افغانستان خپل ۸۳ سرتیري له لاسه ورکړي دي. د فرانسې ولسمشر وویل چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه پورې به فرانسه له افغانستان څخه خپل ۲۰۰۰ سرتیري راوباسي او پاتې سرتیري به په دې هیواد کې د فرانسې له تجهیزاتو څخه ساتنه وکړي او په ۲۰۱۳ کال کې به راووځي.

که څه هم د ناټو غړو هیوادونو پریکړه کړې ده چې له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په پای کې راوباسي خو د فرانسې نوي ولسمشر پریکړه کړې ده چې دا کار په د روان کال تر پایه پورې تر سره کړي.

تر دې مخکې د کاپیسا په ولایت کې د فرانسوي ځواکونو له یوې اډې څخه د لیدنې پر مهال ولسمشر اولاند ویلي وو چې له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتل به د ناټو له نورو غړو سره په همغږۍ کې تر سره شي. هغه په دې هکله په خاصه توگه له متحده ایالاتو څخه یادونه کړې وه:

«دا زموږ یو کورنۍ پریکړه ده. یوازې فرانسه کولای شي پریکړه وکړي چې دا هیواد څه کوي. دغه پریکړه به زموږ له ملگرو سره په ښه تفاهم کې پلې شي. په خاصه توگه له ولسمشر اوباما سره. هغه د دې کار په لاملونو پوهیږي. موږ به دا پریکړه له افغان چارواکو سره په تفاهم کې پلي کړو.»


مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم