1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د کډوالو کړکېچ د مخنيوي له پاره د پرمختګ ژمنه وکړه

۱۳۹۴ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

افغان ولسمشر اشرف غني، د شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د خپل هېواد په ټپه ولاړ اقتصادي حالت کې به څرګنده چټکتيا راولي. يوه موخه يې دا ده چې افغانان کډوالۍ ته نور اړ نه شي.

https://p.dw.com/p/1GZHi
انځور: Reuters/O. Sobhani

په لسونو زره افغانان د اروپا او د نړۍ د نورو برخو صنعتي هېوادونو ته مخه کوي. اوس افغان ولسمشر ژمنه کړې ده چې په خپل هېواد کې به د اقتصادي وضعې د غوړېدنې له پاره هلي ځلي وکړي. غني د طلوع نيوز تلويزيون ته وويل «زه په يونان، بالکان سيمه، استراليا او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو له ناخوالو څخه خبر يم.»

تر سوريايانو وروسته، اروپاته د تلونکو مهاجرو ډېره برخه افغانان دي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۵م کال کې څه باندي ۵۰۰۰۰ افغانانو اروپا ته سفر کړی دی.

د افغانانو د مهاجرت اصلي لاملونه په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه چې په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو د راپرځېدو په پايله کې راوټوکېدله، اداري فساد او د کمزوره اقتصادي وضعيت دي.

غني ټينګار وکړ چې په هيواد کې د «اميد» منبعې ډېري شته او د کرهڼيزې پراختيا تر څنګ نوري هلې ځلې هم د هېواد اقتصاد پياوړی کولای شي، لکه «تاپي» پروژه چې ۱۸۰۰ کيلومتره د گازو پايپ لاين غځېدل، چې ترکمنستان له افغانستان، پاکستان او هند سره ونښلوي. غني زياته کړه چې «په دې پروژه کې به ډېر کارځايونه رامنځ ته شي.»

له يوې لسيزي دوه شمېريزې اقتصادي غوړېدنې وروسته د افغانستان اقتصاد له ۲۰۱۳ م کال راهيسې له رکود سره مخامخ شوی دی. د رکود لاملونه د هغو ټاکنو په اړه اندېښنې هم په ګوته شوې دي چې غني ورڅخه د ګټونکي په توګه راووت او د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د ناټو ځواکونو وتنه هم بلل کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب