عراق: په ناکراريو کې د وژل شوو شمير له درو سوو اوښتی
۱۳۹۸ آبان ۲۰, دوشنبهپه عراق کې د خلکو له خوا د حکومت ضد لاريونونه کې چې د اکتوبر مياشتې له پيل راهيسې ادامه لري، تر اوسه لږ تر لږه ۳۱۹ تنه وژل شوي دي. په دې اړه رپوټ، د آلمان خبري آژانس د يکشنبې په ورځ د دولتي خبري آژانس (INA) په حواله خپور کړی دی. د آلمان خبري آژانس دغه خبر د ډيرو جزئياتو له ورکړې او د عراق د بشري حقونو د کميسيون د اسنادو پرته خپور کړی دی. دغه کميسيون د عراق د پارلمان له خوا انتخاب شوی دی.
د عفوې نړيوال سازمان د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۱۰مه) په يوې خپرې شوې اعلاميه کې په عراق کې «له حده وتلي تاوتريخوالي او د خونړيو ورځو» يادونه کړې ده. د ياد سازمان په اعلاميه کې ويل شوي چې په عراق کې اعتراضونه د «وينو پر حمام» باندې بدل شوي دي.
د عفوې نړیوال سازمان ويلي دي چې د عراق مسئول چارواکي بايد «په غيرقانوني توګه له وژونکي تاوتريخوالي څخه استفادي ته ژر تر ژره د پاي ټکی» کيږدي
د دغه سازمان د څيړنو له مخې، امنيتي ځواکونه د اعتراض کونکو د تيت و پرک کولو په موخه پر پټاقيو او مرميو سربیره له هغو لاسي بمونو څخه هم کار اخلي چې اوښکې بهونکی ګاز لري. دغه سازمان ويلی امنيتي ځواکونو دې سره اعتراض کونکي د تيت و پرک کولو پر ځای وژني.
دعفوې نړيوال سازمان په رپوټ کې ويل شوي چې په عراق کې د اعتراضونو له پيل راهيسې لږ تر لږه ۲۶۴ تنه وژل شوي دي. له دغو کسانو څخه څلورو تنو يې د نوامبر په ۹مه د مرميو په لګيدو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دوه نور بيا هغه وخت ووژل شول چې ګوزار شوي د اوښکې بهونګو ګازو لاسي بمونه يې په سرونو ولګيدل.
په عراق کې اعتراضونه تر ډيره د رامنځ ته شوي ناوړه اقتصادي وضعيت، بيکارۍ، مالي فساد او په دغه هيواد کې د ايران د نفوذ پر وړاندې پیل شوي دي.
د عراق درو لوړپوړ سياستوالو د يکشنبې په ورځ په یوې ګډې اعلاميه کې ژمنه کړې چې د فساد پر وړاندې به مبارزه کوي او د دغه هيواد د انتخاباتو په قانون کې به اصلاحات راولي.
د عراق ولسمشر برهم صالح، لومړي وزير عادل عبدالمهدي او د پارلمان مشر محمد الحلبوسي په بغداد کې تر يوې ګډې غونډې وروسته وویل چې بايد د عراق سیاسي او پوځي نظامونو د يوه سرتاسري ديالوګ په ترڅ کې بيا وارزول شي او اصلاحات په کې راوستل شي.
په عين وخت کې د نت بلاگز سازمان د رپوټ په حواله حاضر وخت کې په عراق کې انترنت ته لاسرسی نشته. له څو مياشتو مخکې راهيسې په عراق کې د انترنت کارونکو يوازې ۲۰ تر ۳۰ سلنه يې انترنت ته لاسرسی لري.