عبدالرحمان پژواک څوک وو؟ | کلتور او هنر | DW | 27.02.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

کلتور او هنر

عبدالرحمان پژواک څوک وو؟

د ننګرهار د باغوانيو د قاضيخيلو د کورنۍ د قاضي عبدالله په کور کې د نوی ماشوم نوم عبدالرحمان کښېښوول شو.استاد پژواک د همهغه ماشومتوب نه د هيواد يوې وړې سيمي ته منسوب پاته نه شو.

عبدالرحمان د غزني د بالای حصار په لمن کې داسي وخت دنيا ته راغلی چې له يوې اوونۍ راهيسي د هيواد غرونه او رغونه کلي او کورونه دښتي او درې د جهاد تکبيرونو پر سر اخستې وې او د ده د غوږونو لومړی اذان همدا د جهاد تکبيرونه شول او همدې تکبيرونو د وطن د آزادۍ شعارونو د ده د مغزو د سپين کتاب ديباچه په ذرينو کرښو پيل کړ.

هو استاد عبدالرحمان پژواک د ۱۲۹۷ لمريز کال د کب پر شپاړسمه نېټه وزيږېدی، او دا داسي وخت وو چې تر دې پوره يوه اوونۍ وړاندي د کب پر ۹ په کابل کې د افغانستان بشپړه آزادي اعلان شوې وه، او د هيواد په هره څنډه کي ځوانانو د غزا له پاره ځانونه چمتو کول او په تورو ئې لاسونه وهل او په دې توګه د استاد د ژوند سفر د افغانستان د آزادۍ له سفر سره يوځای پيل شو.

استاد پژواک د همهغه ماشومتوب نه د هيواد يوې وړې سيمي ته منسوب پاته نه شو، او د پلار د وظيفوې ليږديدنو سره ئې د غزني تر ننګرهاره سفرونه درلودل او په دې لاره کې ئې د وطن پرتو خړو غرونو په ذهن کې تصويرونه جوړول او خپل درانه انځورونه ئې پرې پريښوول.

ارواښاد عبدالرحمان پژواک د وخت د ملگرو ملتونو له عمومي منشي سره

ارواښاد عبدالرحمان پژواک د وخت د ملگرو ملتونو له عمومي منشي سره

د استاد پژواک له جسمې ودې سره د افغانستان ځوان او خپلواک دولت هم وده کوله او د علم او فرهنګ ډيوې د هيواد په هره برخه کې بلېدلې. کله چې ده د ښوونځي درسونه پيلول نو داسي وختت وو چې د افغانستان ځوان دولت د هيواد په کوټ کوټ کي ښوونځي پرانستي ول، او همدا وو چې د ده د تعليم لمرڅرک د ننګرهار د بالاباغ له مصلحه دانش د نومې ښوونځی څخه شو.

د استاد پژواک لومړنی ماموريت د کابل ادبي انجمن د تاريخ په څانګه کې د انګليسي ژبي له ترجمانۍ څخه پيل شو او ورسره د ده عملي علمي او ادبې کارونه هم پيل شول. ده د ژوند په دوو مهمو څانګو کې مطالعه وکړه چې دا څانګي ادب او حقوق وې.

د ادب په ساحه کې ئې د هيواد لرغوني ادبيات په خاصه ډول لويديځ سرودونه د انګليسي په واسطه په ژوره توګه مطالعه کړل د انګليسي ژبي نوي او زاړه ادبيات ئې ولوستل د پښتو او دري کلاسيک ادبيات ئې په جوش او زوق تر مطالعې لاندي ونيول د پښتو ولسي ادبيات ئې د زړه په غوږو واوريدل چې ده ټولو د ده په ادبي تخليقاتو ژور اغيز وکړ او ده د ادب له دې ټولو خمونو څخه د خپلو تخليقاتو له پاره يو ځانګړی پوخ رنګ ترلاسه کړ.

په ۱۳۱۸ کال کې په هيواد کي د مطبوعاتو د مستقل رياست په جوړيدلو سره دی د نشراتو د عمومي مديريت د دوهمي څانګي مدير وټاکل شو او لږ موده وروسته د هيواد د معتبري مرکزي ورځپاڼي اصلاح لوی مدير مقرر شو چي د باختر آژانس د لوی مدير دنده هم ورته وسپارل شوه.

هغه په ۱۳۲۰ کال کي د پښتو ټولني لوی مدير وټاکل شو، او په ۱۳۲۱ کال استاد پژواک د مطبوعاتو د رياست د نشراتو د لوی مدير په توګه په کار وګمارل شو. استاد پژواک په دې علمي او کلتورې موسسو کې د ماموريت په ترڅ کې خپل کڼ پاخه علمې او ادبي تخليقات ټولني ته وړاندي کړل.

په پښتو کې ئې په لومړي ځل په ۱۳۱۷ کال کي په آزاد شعر کليمه داره روپی ډيرامه وليکله، او د دې اثر په ليکو سره ئې په پښتو کې يو داسي شعر رامنځته کړ چې تر څه حده ئې جوړښت د غرب د آزاد شعر نه الهام اخستی وو او له بلي خوا ئې د پښتو له لنډيو څخه رنګ اخيست چې د پښتو شعر ملي رسالت ئې خوندي کړی وه. ده همدا وخت د « ګلهاې کوهي» په نامه د پښتو په ولسي شاعرۍ خوږه او له نوښته ډکه ليکنه وکړه چې کابل مجلې پرلپسې نشر کړه.

ښاغلی عبدالرحمان پژواک په ملگرو ملتونو کي د ماموريت پر مهال

ښاغلی عبدالرحمان پژواک په ملگرو ملتونو کي د ماموريت پر مهال

استاد پژواک تر ګڼو سياسي ماموريتونو وروسته په ملګروملتونو کي د افغانستان دايمي نماينده وټاکل شو چې هلته ئې په نړيواله کچه خدمتونه وکړل په ۱۳۴۶ کال کې ئې د ملګروملتو د عمومي اسبلۍ د رئيس په حيث ومنل شو. استاد پژواک د داود خان د جمهوريت په دوره کي لومړی په هند کي د افغانستان لوی سفير وو او بيا لندن ته د افغانستان د لوی سفير په حيث وليږل شو.

په لندن کي د افغانستان لوی سفير وو چې په کابل کې کمونيستي کودتاه وشوه او ده د دې کودتاه په وړاندې د غبرګون په توګه د سفارت نه استعفا ورکړه او د خپل ماموريت پر دوسيه ئې د ملي وياړ مهر ولګاوه. استاد له درنو سياسي ماموريتو سره سره قلم د پخوا په شان وچلاوه او ادبي هڅونې ئې وکړي ملي فرهنګ ته ئې خدمت وکړ او عملي کارونو ته ئې دوام ورکړ.

استاد د ژوند په وروستيو کي د پښتونخوا د پيښور په حيات آباد کي له خپل ورو ارواښاد عتيق الله پژواک سره اوسيده او د هيواد دردونو د خپل ځانې رنځ درنې څپې ځني هيرولې هر وخت يي پر خپل حال شکر کاوه او د هيواد پر حال افسوس، ده په دې ټوله دوره کې مسلسل قلمي او فکري جهاد وکړ او د تاوده جهاد د حال نه ئې ځان خبر کړ او د مجاهدينو قربانۍ ئې وستايلې.

هو ما له استاد سره تر مړني څو شپې وړاندي وليدل ډير زهير شوی وو. خو بيا هم د تل غوندي ئې د خپل همت د نښي په توګه نرۍ مسکا پر شونډو خوره وه او د خپل هيواد د نوو حالاتو د اوريدلو ليوال وو.

استاد پژواک بالاخره په ۱۳۷۴ کال د عاشورا په ورځ د مسلمانانو د عام غم په ورځ له غمونو او ارمانو ډک زړه د خپل هيواد د لوړو غرونو په لمنه کي په پيښور کې له دې فانې دنيا څخه سترګي پټي کړې او د هيواد يوې لوېې علمي، ادبي او سياسي هستې په غربت کي په پردېسۍ کې او په بې کسۍ کي له ژوند سره خدای پاماني وکړه.

زه ئې چې د خبريدلو سره وروستي ديدن ته ورغلم په شونډو ئې د تل غوندي نرۍ مسکا خوره وه او زما له سترګو نه بې اختياره د اوښکو شيبه را شوه او د ده دا بيت مي په مغزو کې را وګرځيد.

زه پژواک يم په پيچومو کې لوی شوی دا چې چپ يم دلته غر او کمر نشته.