طالبانو په کندهار کې انجینران تښتولي دي
۱۳۹۷ تیر ۱, جمعهد پاکستان پولې ته څیرمه له سپین بولدک څخه ترلاسه شوي رپوټونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ د سړک جوړونې پر دغه شرکت باندې د طالبانو تر وسله وال برید وروسته د یاد شرکت د ۱۳ انجینرانو په ګډون طالبانو د دوی ۲۰ امنیتي ساتونکي هم له ځانه سره بولي دي.
زیاته شوې ده چې د برید پرمهال د یاد شرکت څلور امنیتي سرتیري چې ټول افغانان دي، وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.
په عین وخت کې پر افغان حکومت ځینې انتقاد کوونکي وايي چې د ولسمشر غني له لوري له طالبانو سره د اختر په ورځو کې درې ورځنیز اوربند طالبانو ته د دې فرصت په لاس ورکړ چې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته داخل شي او خپل راتلونکي بریدونه پلان کړي.
د کوچني اختر په لومړیو درو ورځو کې په میلیونونو افغانانو د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند تود هرکلی وکړ. د دغه درې ورځني اوربند په ترڅ کې د طالب جنګیالیو، افغان امنیتي ځواکونو او ملکي افغانانو یو له بل سره ملاقاتونه وکړل او د ورورګلوۍ په فضأ کې یې د اختر ورځې په ګډه ولمانځلې. په دې ترتیب سره دا لومړی ځل وو چې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته په افغانستان کې یو اوربند نافذیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته ولسمشر غني د اوربند موده د لسو نورو ورځو له پاره تمدید کړه او له طالبانو یې هم د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه چې طالبانو دغه غوښتنه رد کړه او د خپلو عملیاتو د پیل کولو اعلان یې وکړ.
سربیره پر دې، تیره میاشت په بغلان ولایت کې هم د بریښنا په برخه کې اووه تنه هندي انجینران او یو بل افغان وسله والو کسانو وتښتول شو. دغه څه د دې لامل شول چې یو شمیر خصوصي او نړیوال شرکتونه په افغانستان کې خپل حضور کم کړي.