طالبانو په کابل کې همغږی برید ترسره کړ
۱۳۹۲ خرداد ۳, جمعهد کابل د پولیسو قوماندان ایوب سالنګي، ویلي دي چې په پېښه کې څلور تنه برید کوونکي د ملګرو ملتونو یوه سیمه ییز دفتر ته ننوتي دي. هغه زیاته کړې ده: «زموږ امنیتي ځواکونو لا وختي دوه تنه برید کوونکي وژلي دي. دوه تنه نور برید کوونکي اوس د ملګرو ملتونو د دفتر د ودانۍ په دویم منزل کې دي او له افغان ځواکونو سره جنګیږي.»
طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د هغوی ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې له هغې ودانۍ څخه چې اوس د دوی تر برید لاندې راغلې ده امریکايي استخباراتي سازمان CIA ګټه پورته کوله.
لا تر اوسه پورې په دې اړه معلومات په لاس کې نه شته چې د برید پر مهال د ملګرو ملتونو په دغه دفتر کې څوک موجود ول. عیني شاهدانو ویلي دي چې هغوی د کابل په «قوا مرکز» سیمه کې لږ تر لږه څلور لویې چاودنې او د سپکو وسلو ډزې اوریدلې دي. عیني شاهدانو همداراز زیاته کړې ده چې د افغانستان په سیمه ییز وخت د ماښام تر ۶:۲۰ د افغان ځواکونو او برید کوونکو تر منځه نښتې روانې وې. ویل شوي دي چې نارویجي ځواکونه په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي، ویلي دي چې لومړنۍ چاودنه د کابل په سیمه ییز وخت په څلورو بجو د یوه موټر بم د چاودنې له کبله رامنځ ته شوه. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د رویترز له خبري آژانس سره د تلیفون پر کرښه خبرې کړې دي او د پېښې پړه یې پر غاړه اخیستې ده.
تر دې مخکې عیني شاهدانو ویلي وو چې هغوی د څلورو بجو په شاوخوا کې د څلورو چاودنو، او سپکو وسلو د ډزو غږونه اوریدلي ول. د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي، هم روښانه کړې وه چې برید کوونکو اوس په یوې ودانۍ کې ځای نیولی دی او تر اوسه پورې یې د برید اصلي هدف معلوم نه دی.
د افغانستان د عامه ساتنې د ځواکونو دفتر، د ملي امنیت یو روغتون او د ملګرو ملتونو یو سیمه ییز دفتر د برید په سیمه کې پراته دي.