1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شين خوليان مرسته کولای سي،خو شخړي نسي حلوای

۱۳۸۸ خرداد ۸, جمعه

نن چه دملګرو ملتونو د سولي د قواوو يا شین خوليانو بين امللي ورځ ده ،پر هغه باندي منتقيدین پدې نظر دي ، چه د هغوی ماموريتونه ډير ګران او غير مؤثر دي ...

https://p.dw.com/p/I0AD
په لبنان کښي دملګرو ملتونودسولي د قواوو په چوکاټ کښي ايټالوي شین خوليان
په لبنان کښي دملګرو ملتونودسولي د قواوو په چوکاټ کښي ايټالوي شین خوليانانځور: AP

په څلورو لويو وچو يا براعظمونوکښي د ملګرو ملتونو په 16عملياتو کښي 113000 زره پوځيان ، پوليس ،مشاورين او ملکيان خدمت کوي . په اصل کې پورتنی تعداد که د کال 1999 ميلادي سره مقايسه سي ، نودغه اندازه اوه چنده پورته ختلي ده . که څه هم د ملګرو ملتونو د کلنيوعملياتو خرچې 7 ميليارډو ډالرو ته رسيږي ، چه هغه په حقيقت کښي دجهان د نظامی مصارفو 0,5 فيصده جوړوي ، خويو ګڼ شمير نيوکه کونکې پورتنۍ خرچې ډيري بولي ، او زياتوي چه دپورتنيو عملياتو اغيزې پوره څرګندي ندي ! خاصتاً دافريقا په ډيرو شخړه ايزو هيوادو کښي ملګرو ملتونه د انتظار سره سم عمليات نسي تر سره کولای .

د ملګرو ملتونو د ماموريت يوه ماهره مونيکا جومه وايي چه «د ملګرو ملتونو ماموريت او عمليات د سوډان په دارفور کښي په اصل کې قوي دی ، خو دغه ماموريت هغه وسايل نلري ، په کومو چه سړی پورتني عمليات په رښتيني ډول تر سره کولی سي . اصلي خبره داده چې ، څنګه سړی په پورتنيو حالتونو کښي اولسي خلګ بچ کولی او په دارفور کښی امنيت راوستلی سي . »

جومه زياتوي چې په اصل کې دسوډان په دار فور کښي د ملګرو ملتو دسولي دماموريت دنده دسوډان په غربي برخو کې چه کړکيچني سيمي دي ، تراوسه پوري درسته معلومه نده ! حال داچه ملګري ملتونه په پورتنيو سيمو کښي د برياليتوب د يوې نمونې اعلانونه کوي ، کوم چې د سيمه ايزو ستراتيژيو د حل د ټولنو، او د افريقا داتحاد پر ټولنو باندي اتکأ کوي .

په دارفور کښي دملګرو ملتونودسولي د قواوو( شین خوليانو) پر ضد احتجاجونه
په دارفور کښي دملګرو ملتونودسولي د قواوو( شین خوليانو) پر ضد احتجاجونهانځور: AP

مونيکا جومه چه د ماهرانو د يوه ګروپ غړې ده ، پورتنۍ لانجې يې ترپوره څيړني او کتني لاندي نيولي دي او دا يې په ډاګه کړيده چه ، پورتنۍ هلي ځلي بسيا نکوي ، دا وايي « تراوسه پوري ملګري ملتونه پدغه سيمه کي مناسب او لازم پوځيان او وسايل په اختيار کې نلري ، د بلي خوا د سوډان حکومت دهغه مخنيوی کوي ، او څنګه چه د ملګرو ملتو دسوله ساتونکو پوځيانود ماموريت فيصله بايد دټولو لخوا تر سره سي ،نو مانادا چه د سوډان حکومت د پوځيانو يوګروپ ردولای سي . چه دا په حقيقت کښي خبرواترو دپاره ستونزي رامنځ ته کوي . د بلي خوا بيا ډير هيوادونه سته چه نه غواړي خپل پوځونه =يو ځای ته واستوي ،ځکه چه ددوی څخه داسي سیاسي بين امللي ملاتړ موجود نه وي ،تر څو ورته لازم تجهيزات په اختيار کښي ورکول سي . »

د ملګرو ملتونو د امنيت دشورا د 1769 فيصلې له مخي بايد ملګرو ملتو په دارفور کښي 31042عسکر، پوليس ، او ملکي مشوره کونکي په دنده ګمارلي وای ، حال داچي ددې نيمايې تراوسه پوري هلته تللي دي .

او همدغه نيمګړتياوي يعني د پرسونل کمبوداو خراب لوژيستيک به په درافور کښي ددې سبب وګرزي ،چه په آ خره کښي به خلګ د ملګرو ملتو په پوځيانو پسي راپورته سي .

شادومسکي/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري