1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: روسیه د غرب پرضد لوی صلیبي جنګ پرمخ بیايي

۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ د اوکراین پرضد د روسیې یرغل د غرب پرضد یو لوی صلیبي جنګ بولي.

https://p.dw.com/p/4I8hd
Videobotschaft Kanzler Scholz auf Progressive Governance Summit in Berlin
انځور: APTN

هغه نن پنجشنبه په برلین کي د یوه پروګرام پر مهال وویل چي «دلته یوازي د اوکراین پر ضد جنګ نه دی. بلکي د روسیې رهبري دغه جنګ د غرب پر ضد د یوه لوی صلیبي جنګ برخه بولي».

هغه وويل چې مسکو د لیبرالي دیموکراسۍ، پر قانون ولاړ نړيوال نظم، آزادۍ او ترقۍ پر ضد جنګ کوي. «ځکه نو باید اوکراین خپل ځان ثابت کړي.» 

شولڅ اطمینان ورکړ چي هیواد به یې د روسیې د هجوم په مقابل کي له اوکراین سره خپل ملاتړ ته ترهغه وخته پوري دوام ورکړي، تر کومه ځايه پوري چي لازمه وي.