1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيپري: نړۍ نويو خطرونو ته داخليږي

۱۴۰۱ خرداد ۲, دوشنبه

د سيپري په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې پیچلي او غير متوقع امنيتي خطرونه نړۍ ګواښي. خو زياته شوې چې سياست د دغه «نوي عصر» له پاره په کافي اندازه چمتووالی نه نيسي.

https://p.dw.com/p/4Bj9o
Symbolbild Rüstungsexporte aus Deutschland
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance

په ستاکهولم کې د سولې نړيوال څېړنیز انستيتويت «سيپري» داسې يو انځور وړاندې کوي: نړۍ مخ پر زياتيدونکو پيچلو او غير متوقع بحرانونو  سره مخ ده. د «د سولې چاپيريال: امنيت د خطرونو په نوي عصر کې» تر عنوان لاندې دغه ارزونه یې په لومړي سر کې ډېره ناآرامه کوونکي ده خو ښايي وجه یې دا وي چې وروسته يو څه اميد پيدا شي.

د ګڼو بحرانونو له کبله نړيوال بېړنی حالت

دغه موسسه چې په وسلو د ځان د سنبالولو په اړه د کلني رپوټ د خپرولو له کبله یې شهرت موندلی دی، خبرداری ورکوي چې موږ «د سيارې په کچه بيړني حالت سره مخ يو.» زياته شوې چې چاپيريالي بحرانونه او امنيتي وضعيت يو بل په خطرناک ډول تقويه کوي.

سیپري: نړۍ کې نظامي لګښتونه تر بل هر وخت لوړ شوي

د رپوټ په حواله د ځنګلونو وهل، د کنګلونو ويلې کيدنه او د پلاستیکي کثافاتو له کبله د سمندرونو ککړيدل د بحرانونو او لوږې له کبله په مړينو کې هم لاس لري. همدا راز د کرونا ويروس له کبله رامنځته شوې وبا د نورو خطرونو زمينه برابرې کړې ده.

د مثال په توګه په سوماليا کې. د ختیځې افريقا په دغه هېواد کې دوامداره وچکالي له لوږې، اړينو خدماتو ته نه لاس رسي او د کمروزي حکومت سره په شريکه د دې باعث کيږي چې خلک د الشباب تندلارې اسلامپالې ډلې لاسو ته ولويږي.

له کړاو سره په مخامخ سيمو کې د مرکزي امريکا هيوادونه هم شامل دي. په دغه سيمه کې د چاپيريالي تغيراتو له کبله د غلو دانو کمښت د زور زیاتي او فساد سره يوځای د امريکا متحده ایالات لوري ته د کډوالۍ سبب ګرځېدلی دی.

Infografik Anzahl bewaffneter Konflikte EN

د سيپري په رپوټ کې زياته شوې چې داسې پلان وجود نه لري چې د ټولو هيوادونو په درد وخوړل شي. زياته شوې چې نړۍ د نويو پيچلو خطرونو سره د مخ کيدو په حال کې ده.

د سيپري موسسې مشر دېن سمت له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «طبيعت او سوله له يو بل سره دومره تړلي چې يوه ته رسېدلی زيان بل هم زيانموي په داسې حال چې د يوه په وضعيت کې ښه والی بل پياوړی کوي. لاس په کار کيدل امکان لري او اوس یې وخت هم دی.»

پر سياست او پريکړه نيوونکو د ويښېدو غږ

د سويډن د سولې دغه نړيوال څېړنیز انیستويت خپل دې تازه رپوټ ته پر سياستوالو او نورو تصميم نيوونکو د ويښېدو د يوه غږ په نظر ګوري. دا انستيتوت نیوکه کوي چې ځينو حکومتونو دا دروند بحران نه دی پيژندلی، له نظره یې غورځولی او يا یې حتی ناامنۍ ته لمن وهلې ده.

سمت زياتوي: «ځيني حکومته به بيا په ډېره ليوالتيا سره لاس په کار شوي وای خو هغوی ډېر نور لومړيتونه لري چې ژر تر ژره پاملرنې او وخت ته اړتيا لري لکه په تيرو دوو کلونو کې د کرونا وبا او اوس د اوکراين جګړه.»

د سيپري د دې رپوټ ۳۰ ليکوالان او د نورو موسسو څيړونکي دې نتیجې ته رسېدلي: «ښايي انساني ټولنه اوس د پخوا په پرتله ډېره شمتنه وي خو په ښکاره ډول تر پخوا ډېره غير ډاډمنه ده.»

هغوی په ۹۳ پاڼو کې تشريح کړې چې څرنګه سيمه ایزې پېښې او وضعيت د نن پر سره تړلي نړۍ خپله اغیزه اچوي.

Dan Smith I SIPRI
د سيپري مشر دېن سمت انځور: Karin Tornblom/TT/picture alliance

د اقليم تغير له کبله رامنځته شوې طبيعي پېښې او د کرونا وبا د اکمالاتو د ليږد نړيوال زنځېر اغیزمنوي. زور زياتی او د حاصلاتو په برخه کې ستونزو د ډېرو بزګرانو ژوند د نه زغم وړ ګرځولی او دغه ستونزې په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ باعث ګرځيدلي. په رپوټ کې زياته شوې چې «زياتره هغه هيوادونه اغیزمن دي چې لا د مخه له بې وزلۍ او ناوړه حکومتولۍ سره لاس او ګريوان دي.»

د بحرانونو د مخنيوي وړاندیزونه

د سيپري په رپوټ کې ليکوالانو د سياسي مشرانو د لارښود په موخه د بحرانونو د مخنيوي ممکنه لارې چارې هم په ګوته کړې دي. ويل شوي په دې توګه پر نورو سربیره د اوږدې مودې نظريو او همدا راز ژر لاس په کار کيدو ته اړتيا ده. د خطرونو نوی عصر د همکارۍ يوه بل ډول ته اړتیا لري څو په ګډه د ګواښونو مقابله وکړای شي.

د سيپري په رپوټ کې زياته شوې چې د تصميم نيولو په ټولو پروسو کې، د ملګرو ملتونو له پروسو نيولې تر کوچنیو سيمه ایزو پروسو پورې په ټولو کې بايد اغیزمن کسان ښکيل شي.

خو دا سپارښتنې څومره حقيقي دي؟ آیا پر اوکراين د روسیې يرغل او د چین او لویديځ ترمنځ ترنګلتياو ته په کتو سره نوې ښه نړيواله همکارۍ يوازې يوه هيله نه ده؟

د سيپري مشر دېن سمت یې په ځواب کې وايي: «کله چې سړی دا ومني چې [يو څه] ناشوني دي نو هغه بيا ناشوني کيږي هم.»

د سيپري مشر وايي چې نړيوال دولتونه او حکومت مجبور دي د خپلې ګټې په خاطر لاس په کار شي: «هغوی پوهیږي چې چاپيريال ته زيان رسول د لا زياتې ناامنۍ باعث ګرځي. دا چې هغوی امنيت ته اړتيا لري نو د چاپيريال د زيانميدو مخه بايد ونيسي. دا کار هغوی یوازې په ګډه کولی شي.»

ب. ص/ ن. ز (Ralf Bosen) 

زموږ له آرشيف څخه: