1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سلوانیا له پوځ څخه د پولې ساتلو په برخه کې مرسته غوښتې ده

۱۳۹۴ مهر ۲۸, سه‌شنبه

سلوانیا پر خپل پوځ باندي غږ کړی دی چې له کوراشیا سره د دغه هیواد د سرحد ساتنې په موخه له سرحدي پولیسو سره مرسته وکړي. دغه پریکړه د کډوالو د کړکیچ په اړه تر یوې بیړنۍ غونډې وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1Gr13
Slowenien Kroatien Flüchtlingskrise
انځور: Reuters/A. Bronic

د سلوانیا حکومت له خوا د سه شنبې په ورځ په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په تیرو درو ورځو کې د ډیرو مهاجرو د راتلو له کبله ټول د مدیریت وړ امکانات له منځه تللي دي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د هغه وړاندیزونو له مخې چې پلان شوې ده چې د سه شنبې په ورځ ناوخته د پارلمان له خوا تائید شي، د سلوانیا پوځ د پولې د ساتلو له پاره ګومارل کیږي.

په بیانیه کې راغلي دي: «سلوانیا د مهاجرو پر لاره د پرتو بالکان هیوادونو په ډله کې تر ټولو وړوکی هیواد دی له همدې کبله دغه هیواد د سرحد د ساتلو او مهاجرو ته د ځای ورکولو محدود امکانات لري.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «له همدې کبله سلوانیا د اروپايي ټولنې پر نورو غړو باندي غږ کوي چې په فعاله توګه ونډه واخلي او دغه بار پر غاړه واخلي.»

د سلوانیا دولت ویلي دي چې دا «یو بې ځایه خیال دی» چې سړی فکر وکړی چې د سلوانیا په اندازه یو وړوکی هیواد چې یوازي دوه میلیونه اوسیدونکی لري وکولای شي هغه څه ترلاسه کړي چې لوی هیوادونه یې په ترلاسه کولو کې پاته راغلي دي.

هغه څه چې سلوانیایي چارواکي ورته دلته اشاره کوي د ډیرو مهاجرو ثبتول، هغوی ته د ځای ورکول او د قانوني مراحلو طی کول دي.

د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۸۰۰۰ کډوال داخل شول چې له ډلې څخه یې ۲۰۰۰ اتریش ته تللي دي. سلوانیایي چارواکو ویلي دي چې تر ۱۰۰۰ ډیر نور مهاجر یې بیرته کروشیا ته استولي دي.

دغه کډوال د اورګاډي په تمځای او سړې هوا کې تر هغه وروسته وخت تیرولو ته اړ شول چې پولیسو ورته یووار بیا کروشیا ته د پریښودو اجازه ور نه کړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب