ساینس پوهان توانیدلي چې د تندر مسیر بدل کړي
د دوشنبې په ورځ آسماني بریښنا یا تندر چې د الماسک په نامه هم پیژندل کیږي، د لومړي ځل له پاره د خپلې خوښې مسیر ورکولو بریالۍ تجربه ترسره شوه. کارپوهان په دې اند دي چې په راتلونکي کې به له دې طریقې څخه په استفادې حتی آسماني بریښنا تولید کړای شي.
په ټوله نړۍ کې په هره ثانیه کې له ۴۰ څخه تر ۱۲۰ ځله تندر غورځیږي چې له امله په کلني ډول تر ۴۰۰۰ ډیر انسانان مړه کیږي او هرکال په ټوله نړۍ کې په میلیونو ډالره زیان اړوي.
تر اوسه پورې د بریښنا له دغو شدیدو ټکانونو څخه د ځان ژغورنې په خاطر په ودانیو کې فلزي میلي لګول کیږي، دغه مفکوره تر ټولو دمخه د یوه امریکایي کارپوه بنیمین فرانکلن له خوا وړاندیز شوې وه.
د شپږو څیړنیزو ادارو د کارپوهانو یوې ډلې دا طریقه استعمال کړه، خو په دې کې د فلزي میلو پر ځای په ټاکل شوي نقطه کې فعاله لیزري وړانګې «چې په دوامداره توګه وړانګې ترې خارجیدلې» نصب شوي.
په ساینسي ورځپاڼه جرنل نیچر فوټونکس کې په خپره شوې یوې څیړنه کې د دې لیزري بیم یا شعاوو د استعمالولو وضاحت ورکړل شوی دی. د سویس د غرونو له یوې څوکې څخه د دې لیزر په وسیله آسماني بریښنا مسیر ته تر ۵۰ مترو هم زیات واټن پورې په بریالۍ توګه تغیر ورکړل شوی دی.
د دې څیړنې د اصلي لیکوال او فزیک پوه اوئرلین هووار، په حواله «مونږ یوازې لومړنۍ آزموینه ترسره کوله، څو پوه شو چې آیا لیزر پر آسماني بریښنا کوم تاثیر لري؟ او په دې ډول دغو وړانګو ته یو نوی مسیر ورکړل شو.»
خو هغه وویل چې دا میتود به په راتلونکي کې هغه وخت لا زیات اغیزمن شي، چې پخپله آسماني بریښنا هم رامنځته کړل شي.
نوموړي وویل چې آسماني بریښنا یا تندر په اصل کې د توپاني وریځو او یا هم د فضا او ځمکې ترمنځ د ساکن برق له اخراجیدو څخه رامنځته کیږي. لیزري میلې پلازما تولیدوي په کوم کې چې چارج شوي ایونونه او الکترونونه هوا ګرموي. په دې توګه هوا تر یوې اندازې عایق کیږي او اسماني بریښنا دا یوه بهتره لاره ګڼي او استعمالوي یې.
په دې لړ کې په ۲۰۰۴م کال کې د امریکا په نیو میکسیکو ایالت کې یوه آزموېنه ترسره شوې وه، خو په هغه وخت کې لیزر اسماني بریښنا نه وه کنترول کړې. ساینسپوه هووار وویل چې د دې علت دا وو چې هغه لیزري میله چې په دې تجربه کې کارول شوې وه، د ثانیې په حساب په هغه اندازه چې اړتیا ورته موجوده وه مثبت چارج نه و تولید کړی.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح