زامبيا: په شل کلنه واکمني کي بدلون راغلی | آلمان او نړۍ | DW | 24.09.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

زامبيا: په شل کلنه واکمني کي بدلون راغلی

په زامبيا کښي پسله ۲۰ کلو څخه قدرت تغير وخوړی. دغه ګوند زامبياد يوې سوسيالسټي مرحلې څخه د نوي ليبراليزم او آزاد اقتصادي بازار پر خوا بوتله ، چي هغه واقعأ د اقتصادي پرمختګ سبب هم وګرزيدل.

مايکل ستا

مايکل ستا

مايکل ستا څو واره د اپوزيسون د مشر په حيث ځان کانديدکړی ؤ او نه ؤ بريالي سوی ، خو اوس بلاخره دادی پر هغه باندي کاميابه سو. ۷۴ کلن مايکل سَتا اوس جمهوررييس سو . دغه مسلکي سياستمدار ته د خپلو سختو الفاظو د استعمال له کبله د کوبرا مار لقب ورکول سوی دی.

د رايو په ډير اکثريت سره ده وکولای سول چي د برحاله جمهوررييس روپيه بانډا څخه انتخابات يوسي. د انتخاباتو ګټونکی مايکل سَتا په دې پوه ؤ چي څنګه دټولني د نارضايتی څخه استفاده وکړي او هغه په خپله ګټه وڅرخوي. د ده د جمهوري رياست د وفاداری د لوړي په مراسمو کښي ډير احساسات او خوشالی موجودي وې.

د اقتصادي لحاظه زامبيا په ډ ير ښه حالت کښي قرار لري   او په دې ورستيو وختو کښي يې اقتصادي وده ۷ ٪ وه .  زامبيا د اومو موادو د لحاظه ډير موړ هيواد دی او د نړی د مسو د توليداتو له کبله ۷ لوی هيواد دی . خو د مسو د خرڅلاو څخه ولس ته ډيره لږ ګته رسيږي . دغه خبره د زامبيا په پايتخت لوساکا کښي د جرمني د فريدريش اېبرت د علمي مؤسسې د نمايندګی څخه هاينر ناومن هم تاييدوي اووايي:

«بايد وويل سي چي که څه هم سږکال د مسو بيي ډيري زياتي لوړي سوي دي اويو ټن يې تر ۱۰۰۰۰ ډالره هم اوښتی دی، خو بيا هم متأسفانه نه يوازي معاشونه په حقيقي ډول لوړ سوي دي ، بلکه د کانو د کارګرانو معاشونه لا راکښته سوي هم دي. »

د هغو ګټه زيادتره خارج ته رسيږي او په خاص ډول چين ته . د زامبياد آزادي صنفي اتحاديو رييسه نونډه زيموکوکو هم شکايت کوي چي خارجي شرکتونه په ډيري بيرحمی سره هر څه چوروي:

«معاشونه دونه لږ دي ، چي اکثريت کارګران د فقر په حالت کښي ژوند کوي.»

په رسمي ډول د هرو لسو زامبيايانو څخه ۹ تنه بيکاره دي. مايکل سَتاچي تر ۲۰ کلو وروسته يې د MMD ګوند دقدرت څخه ليري کړی دی ، غواړي دغه حالت ته تغير ورکړي . ده د ښې روزني او ښووني وعده هم ورکړې ده. ځوانانو هم په ده باندي اعتماد کړی دی او رايي يې ورکړي دي . دوه تنه زامبيايان په دې اړه داسي وايي:

«ما دی انتخاب کړی ، ځکه چي موږ تغيرات غواړو. شايد دی تغيرات راولي ، خو زه په هغه باندي مطميينه نه يمه. »

مايکل سَتاته چي د يوه ولسي شخص او موګابه  دعلاقه مند په سترګه کتل کيږي ، اوس نو بايد دا وښيي چي د ولس دغه اميدواری ته مثبت جواب ورکوي. د بلي خوا دا چي په زامبيا کښي تر يوې ګرمي او تر يوه حده پوري د تشدده ډکي انتخاباتي مبارزې وروسته قدرت تغير وخوړی ، ددې نخښه ده چي هلته يوه ثابته ديموکراسي موجوده ده. بيا نه انتخابات سوي جمهوررييس روپيه بانډا خپله ماته ومنله او دولس څخه يې د پخلايني او سولي غوښتنه وکړه.

محمد قاسم نوري
کتونکی: احمدولي اڅکزی

DW.COM

اعلان