1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«داعش په افغانستان کې مرکز جوړول او منځنۍ اسیا ګواښل غواړي»

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د روسیې د فدرالي امنیتي دارې مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې داعش په افغانستان کې د یوه مرکز په جوړلو سره غواړي د منځنۍ آسیا هیوادونو د یاغیانو په مټ د پخواني شوروي اتحاد هیوادونه په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/3SdnN
Russland Alexander Bortnikow Chef russischer Geheimdienst
انځور: picture-alliance/dpa

د تاس خبري آژانس د رپوټ له مخې د روسیې د امنیتي خدماتو فدرالي ادارې مشر الیکسندر بورتنیکوف، په تاشکند کې یوه سیمه ایز امنیتي فورم ته وویل: «موږ په افغانستان کې د داعش څانګې مخ پر زیاتیدونکي فعالیتونه وینو.»

د نوموړي په خبره د دې هدف دا دی چې په دې ډول هغوی خپل فعالیتونه د پخواني شوروي اتحاد د همګټو آزادو دولتونو سیمو ته وغځوي. هغه زیاته کړه چې داعش په افغانستان کې خپلې څانګې یو ځای کوي او د جماعت انصار الله او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ چې د ترکستان د اسلامي ګوند په نامه هم یاديږي ،سره په ګډه کار کوي.

د بورتنیکوف په خبره د پخواني شوروي اتحاد هیوادونو ته به د داعش «فعالیتونه د هغو یاغیانو په واسطه وغځیږي چې د منځنۍ آسیا د هیوادونو اتباع دي او د ترهګرو ډلو د غړو په توګه د جګړې تجربه لري.»

د بورتنیکوف څرګندونې د تاجیکستان پر یوه سرحدي پوسته باندې له برید یوه ورځ وروسته کیږي، چې چارواکي یې پړه د داعش ډلې پر غړو اچوي چې په خبره یې له افغانستان څخه وراوښتي وو.

د تاجیکستان د چارواکو په وینا په دغه برید کې ۱۵ برید کوونکي وژل شوي او نور څلور یې نیول شوي دي. پر دې سربیره په دغه برید کې یو عسکر او یو پولیس هم وژل شوي دي.

تاجیکستان او د پخواني شوروي اتحاد ځینې نور جمهوریتونه په عراق او سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې د جلب اصلې منبع انګیرل کیدل. ځینې دغه جنګیالي چې په روسیه کې یې د کارګرانو په توګه کار کوه، له هغه ځایه تللي ول.

داعش په خپلو تبلیغاتي پاڼو کې د مرکزي آسیا ځیني سیمې د خپل «ولایت» په توګه یادې کړي او د خپل «خلافت» برخه یې بللې دي. داعش په تاجیکستان کې د یو شمیر بریدونو پړه هم پر غاړه اخیستې ده، چې د تیر کال هغه برید هم په کې شامل دی چې په کې د لویدیځ هیوادونو څلور سیلانیان هم وژل شوي ول.

(sr/nz (AFP