1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه ۱۴ زره ټنه جنگي زهري مواد له منځه وړي

۱۳۹۱ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

روسيه په پلان کي لري، چي خپل ۱۴ زره ټنه جنگي زهري کيمياوي مواد د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر د مياشتي تر پايه پوري له منځه يوسي.

https://p.dw.com/p/15tT3
انځور: dapd

روسيې د روان کال د اگست د مياشتي تر نيمايي پوري تر ۲۶ زره ټنه زيات جنگي زهري مواد له منځه يووړل.

روسيې ته له پخواني شوري اتحاد او «ساړه جنگ» راهيسي ۴۰ زره ټنه جنگي زهري کيمياوي مواد ور پاته دي.

د روسيې د کيمياوي وسلو د بې خطره ساتلو او له منځه وړلو فدرالي ادارې د معلوماتو له مخي:«د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو وروستۍ نېټه د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر د مياشتي ۳۱ نېټه ټاکل سوې ده.»

د دغي ادارې په يوه رپوټ کي چي په مسکو کي انتر فکس خبري آژانس خپور کړی دئ، راغلي دي، چي روسيې د روان کال د اگست د مياشتي تر نيمايي پوري ۲۶ زره ټنه يا په بل حساب د خپلو ټولو جنگي زهري موادو ۶۵ سلنه ذخيره له منځه وړې ده.

په رپوټ کي زياته سوې ده، چي دغه مواد چي روسيې ته د پخواني شوروي او «ساړه جنگ» له وخته په ميراث ور پاته دي اوس ئې کرار کرار د له منځه وړلو پلان عملي کيږي.

روسيې ته له «ساړه جنگ» راهيسي ۴۰ زره ټنه جنگي زهري کيمياوي مواد ور پاته دي، چي(دغه اندازه د نړۍ په نورو ټولو هيوادونو کي تر موجودو موادو ډيره ده).

د روسيې د کيمیاوي وسلو د بې خطره ساتلو او له منځه وړلو اداره وايي، چي ددغه موادو له منځه وړل له پلان سره سم پر مخ روان دي او بې له کومه خطره له منځه وړل کيږي.

دغه جنگي کيمياوي مواد په جنگ کي د دښمن د پرسونل د له منځه وړلو له پاره کارول کيږي.

دغه مواد کولای سي، چي بدن ته د تنفسي سيستم، پوست او خوړو له لاري دا خل سي، او په ډير لږ وخت کي انسان له منځه يوسي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش