1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: افغانستان اوس هم د نړۍ په لسو فاسدو هيوادونو کې دی

۱۳۹۸ بهمن ۳, پنجشنبه

د روڼتیا د څار سازمان افغانستان بیا هم د نړۍ د تر ټولو فاسدو لسو هيوادونو په کتار کې اعلان کړی دی. د دغه سازمان راپور ښيي چې په افغانستان کې له ۲۰۱۸م کال راوروسته له فساد سره په مبارزه کې هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.

https://p.dw.com/p/3WhFG
Symbolbild Manager Gehalt
انځور: Colourbox/jonnysek

په افغانستان کې د فساد ډېرېدو لاملونه څه دي؟

د روڼتیا نړېوال سازمان د وروستي راپور له مخې، افغانستان په ۲۰۱۹م کال کې د فساد په نړيوال شاخص کې له ۱۰۰ شپاړس نمرې ګټلي دي.

افغانستان په ۲۰۱۷ م کال کې له سلو ۱۵ او ۲۰۱۸م کال کې هم له سلو ۱۶ نمرې درلودې چې په دې حساب دغه هېواد په تېرو درو کلونو کې له فساد سره په مبارزه کې د پام وړ پرمختګ نه لري.

د افغانستان د روڼتیا موسسې د مشرتابه پلاوي مشرې جوی ساندرز د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۲۳مه) په کابل کې د راپور د جزیاتو ورکولو پرمهال وویل چې له تېرو څو کلونو راهيسي په افغانستان کې له فساد سره مبارزه په ټپه ولاړه ده: «په افغانستان کې باید له فساد سره د مبارزې هڅې ژوندی وساتل شي، دلته باید د قوانینو پر تطبیق تمرکز ډیر شي.»

د افغانستان د روڼتیا موسسې د پروګرام مسئول وحیدالله عزیزي وویل چې د فساد پر وړاندي مبارزې په برخه کې کم پرمختګ ناهیلی کوونکی دی.

هغه زياته کړه: «د کم پرمختګ پایلی به د افغان حکومت پر مشروعیت، افغانانو ترمنځ په باور او د تمویلوونکو پر اعتماد ناوړه اغېز وکړي.»

د روڼتیا نړیوال سازمان د نوملړ له مخې، هغه هيوادونه چې د فساد د مخنیوي په نوملړ کې لږ نمرې لري، د واک له ناانډولیز وېش سره مخ دي.

په راپور کې راغلي دي چې په دغو هيوادونو کې د شتمنیو او پریکړو واک یوازي د یو څو کسانو په لاس کې دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرائیوي رئیس، سید اکرام افضلي وویل چې افغان حکومت د خپل واک په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د فساد پرضد مبارزي خپلواک کمېسیون جوړوي، خو د پنځو کلونو په تېرېدو سره یې خپله ژمنه پوره نه کړای شوه: «افغان حکومت باید د خپلواکو ادارو رامنځ ته کولو، شته ادارو ملاتړ او ورپسې د قواوو تفکیک له لارې فساد پر وړاندې مبارزه پیاوړې کړي چې پر دولتي ادارو باور راژوندی او ثبات رامنځ ته شي.»

حکومت په تېرو څو کلونو کې له فساد سره د مبارزې بیلابیلې ادارې رامنځته کړي، خو افغانستان لاهم د نړۍ د فاسدو هېوادونو له ډلې نه دی وتلی.

د فساد ډیریدو لاملونه څه دي؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد امان الله احمدزي دویچه ویله ته وویل، د فساد ضد مبارزې ادارو کار هغه مهال ګټور تمامیږي چې په پرېکړو کې لازم صلاحیت هم ورکړل شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې افغانستان د فساد ضد اغیزمن قوانین لري، خو اصلي ستونزه یې په پلې کېدو کې ده: «حکومت د فساد ضد ښه قوانین او تګلارې لري، خو نقض او تر پښو لاندې کونکو ته هیڅ ډول جزا نه ورکول کیږي، همدااوس موږ ګورو هغه کسان چې په فساد کې ښکیل دي او قانون یې مات کړي دي، پرځای ددې چې مجازات شي یا وزیران دي یا والیان او یا هم په بهر کې سفیران.»

له دې ټولو نېوکو سره سره هم افغان حکومت د فساد پرضد مبارزه خپل کاري لومړیتوب بولي.

د روڼتیا نړېوال سازمان د ۲۰۱۹م کال د راپور پر بنسټ سومالیا، سویلي سوډان او سوریه د نړۍ درې ترټولو فاسدو هيوادونو په کتار کې راغلي دي.

ډنمارک، نیوزیلنډ او فنلینډ بیا د نړۍ درې ترټولو پاک هېوادونه اعلان شوي.

اسماعیل شاکر – کابل