1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ۲۰۱۵م کال جون د تر ټولو گرمي مياشتي لقب وگاټه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۳۱, چهارشنبه

د امريکايي کارپوهانو د څېړنو له مخي د روان کال جون مياشت په تيرو ۱۳۴ کالو کي تر ټولو گرمه مياشت وه. په دغه مياشت کي د نړۍ په نزدې ټولو هيوادونو کي د گرمۍ سخت څپه راغله چي ډېر انسانان ئې هم ووژل.

https://p.dw.com/p/1G2Ps
Pakistan Hitzewelle Wasser Wasserversorgung
انځور: Reuters/A. Soomro

د ۲۰۱۵م کال جون مياشتي دوه بې ساري ريکاردونه پريښوول. د امريکا د اقيانوس او اتمسفير ادارې د کارپوهانو په خبره، د روان کال جون مياشت له ۱۸۸۰م کال راهيسي د هواپيژندني په تاريخ کي تر ټولو گرمه مياشت وه.

څېړني ښيي چي په دغه مياشت کي د سمندر د سطح او وچي پر مخ د هوا درجه ۰،۸۸ سانتي گراده تر هغه ۱۵،۵ درجې سانتي گراده زياته وه چي په ۲۰مه مېلادي پيړۍ کي ثبت سوې ده.

تر دې دمخه د ۲۰۱۴م کال د جون مياشت تر ټولو گرمه بلل کېده خو اوس دغه ځای د ۲۰۱۵م کال جون مياشتي ونيو.

امريکايي کارپوهانو دغه راز ويلي دي چي د ۲۰۱۵م کال لومړۍ ۶ مياشتي د تيرو ۱۳۴ کالو تر لومړيو ۶ مياشتو ۰،۸۵ درجې گرمي وې. تر اوسه پوري دغه ريکارد د ۲۰۱۰م کال وو.

د نړۍ په نزدې ټولو هيوادونو کي په جون مياشت کي گرمي وه. آسيا، هسپانيا، اتريش، استراليا او جنوبي امریکا کي په دغه مياشت کي سختي گرمۍ وې چي ډېر انسانان ئې هم ووژل.

په دغه مياشت کي په پاکستان کي نزدې ۱۲۰۰ انسانان گرمۍ ووژل.

په می مياشت کي په هندوستان کي گرمۍ نزدې ۲۰۰۰ انسانان قربانيان لرل.

د کارپوهانو د معلوماتو له مخي د گرمۍ دغه څپه د هواپيژندني په تاريخ کي پنځمه وژونکې څپه وه.