1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او ډنمارک پر پوله د دوو مینانو ملاقاتونه

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

د کرونا ويروس آن د ډيرو ميينانو تر منځ هم واټنونه رامنځ ته کړي. خو دغه وبا نه ده توانيدلې چې دوه د پاخه عمر آلماني او دنمارکي ميينان سره بیل کړي. دوی هره ورځ په سرحد کې د فاصلې په مراعاتولو د يو بل لیدو ته راځي.

https://p.dw.com/p/3aCGA
Deutschland Dänemark Seniorenpaar trifft sich an der Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/F. Molter

 کلن اينګار راسموسن په دنمارک او ۸۹ کلنه کارستن هانرن په آلمان کې ژوند کوي. اوسمهال د آلمان او دنمارګ تر منځ سرحد د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه، نژدې په بشپړه توګه تړل شوی دی. خو دغه کار نه دی توانیدلی چې د ډير عمر لرونکي دغه دوه مینان یو له بله بیل کړي او د لیدو مخه یې ونیسي.

دوی هره ورځ د يو بل ليدلو له پاره د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحد ته راځي او په خپلو کې د لازمې فاصلې په رعايتولو سره ډوډۍ خوري، قهوه يا نور څښاک څښکي او يا هم يو بل ته بسکيويټ ورکوي.

هانزن په داسې حال کې چې فکر کوي په نړۍ کې د کرونا ويروس په نوم هيڅ ستونزه وجود نه لري، خپل د شرابو جام پورته کوي او وايي: «د مينې په سلامتي!»

 دغه ميینان په نورمال حالت کې يو بل په غيږ کې نيسي او یو بل ښکلوي خو اوس اړ دي چې په خپل منځ کې لازمه فاصله رعایت کړي. دوی هره ورځ د سرحد سر ته راځي، او د سرحدي موانعو دوو خواوته کښیني او خپل مجلس کوي.

 آلمانی هانسن په نارد فريدلند سیمه او ډنمارکۍ راسموسن په ګاله هوس ښار کې ژوند کوي. هانس د اوون توف سرحدي سيمې ته په بایسکل او معشوقه ېې په موټر کې راځي.

 دنمارک د مارچ په ۲۴مه، د آلمان له شولسويګ هولشتاين ايالت سره د خپل سرحد ډيره برخه وتړله. تر هغې دوه ورځې وروسته آلمان هم پر ورته اقدام لاس پورې کړ. راسموسن وايي: «دا ناهيلې کوونکې ده خو موږ هيڅ نه شو کولی.» 

له کومې ورځې چې سرحدونو تړل شوي، دغه دوه ميینان د ټيلفون له لارې اړيکي نيسي او بيا هڅه کوي چې يو بل له نژدې وګوري. دوی هره ورځ دغه کار کوي او نه غواړي چې د کرونا ويروس خپريدل يې د عاشقانه اړيکو مخه ونیسي.

د پاخه عمر دغه دوه ميينان دوه کاله مخکې په تصادفي توګه يو له بل سره آشنا شول. د تير کال د مارچ مياشتې راهیسې دوی هره ورځ د يو بل تر څنګ تيره کړې ده. 

دوی هيله لري چې د مسيحي اختر ايستر، پر مهال يو ځل بيا د تير په څير د يو بل هرکلی وکړي. دوی د راتلونکې له پاره هم يو پلان جوړ کړی دی. غواړي د سرحدونو تر خلاصيدو وروسته يو ګډ سفر وکړي.

(ks/ms (AG