د کرونا وبا او اسلام | مکالمه | DW | 16.04.2020
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

مکالمه

د کرونا وبا او اسلام

په نړۍ کې د کرونا وبا خپریدو د مسلمانانو پر مذهبي مراسمو هم خپل اغیز کړی دی. اوس د جمعې او پنځه وخته لمونځ په جوماتونه کې نه کیږي او ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې ښايي سږکال د روژې میاشت وځنډول شي.

په نړۍ کې د کرونا وبا خپریدو د مسلمانانو پر یو لړ مذهبي مراسمو هم خپل اغیز کړی دی. اوس د پخوا په څیر د جمعې او پنځه وخته لمونځ په جوماتونه کې نه کیږي او د مذهبي مراسمو له پاره له راټولیدنو مخنیوی کیږي. سربیره پر دې، د روژې په میاشتې کې به د کرونا وبا هم اغیز وکړي او ځینو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې ښايي سږکال د روژې میاشت وځنډول شي. خو د دې ټولو باوجود، په آلمان کې د مسلمانانو د شورا مشر، ایمن مازیک، له دویچه ویله سره په خبرو کې دغه راز بحث په بشپړه توګه رد کړ او ویې ویل چې د روژې نیول د بدن دفاعي سیستم کمزوری نه، بلکې لا یې غښتلی کوي.

دویچه ویله: ښاغلی مازیک، په نیږدې راتلونکي کې روژه رارسیږي. داسې وړاندیزونه رامخې ته شوي چې سږ کال به مسلمانان د کرونا د وبا له کبله روژه نه نیسي. آيا په اسلام کې دغه راز څه وجود لري؟ آیا دغه څه تاریخي سابقه لري؟

ایمن مازیک: نه، داسې څه وجود نه لري. دغه څه د یوې ورځپاڼې په یوه ناسم رپوټ پورې تړلي دي چې پکې له یوه مصري دیني عالم او له یوه انستیتوت سره مرکې ته پکې اشاره شوې ده. نوموړي عالم په لومړي سر کې داسې ټکي ته اشاره کړې چې ټول له هغه ټکي سره آشنا یو او هغه دا چې ناتوانه انسانان، ناروغان، میندواره ښځې، داسې ښځې چې تازه یې بچي زیږولي وي او داسې نور...، کولی شي چې روژه ونه نیسي او یا ان باید ویې نه نیسي. دا ځکه چې د ځان ساتل، د اسلام یو له حکمونو څخه دي. دغه څرګندونې بیا وروسته بل لوري ته کش شوي دي چې ګواکې «دا چې اوسمهال د کرونا د وبا له کبله د جمعې او پنځه وختونه لمونځونه په جوماتونو کې نه کیږي، د روژې پر ځنډولو خبرې کیږي.»

خو روغ رمټ کسان طبعاً کولی شي چې روژه ونیسي. برعکس، روغ کسان په بې صبرۍ سره د روژې د میاشتې شیبې شماري، دا ځکه چې دغه د ګناهونو د بخښنې، د رحمت او له خدای سره د زړه له تله د اړیکو ټینګولو میاشت ده. په ځانګړې وخت د کرونا د وبا په څیر په وختونو کې، څوک داسې هیلې نه لري چې روژه به نه نیسي. له همدې کبله، د کرونا د وبا پرمهال روژه نیول د روغو کسانو له پاره په هر صورت کې د امکان وړ یو عمل دی. خو بیا هم طبعاً چې په بشپړه توګه به د نورو روژو په پرتله سږنۍ روژه متفاوته وي. جوماتونه به تړلي وي، په جمع باندې به لمونځونه نه کیږي، په جوماتونو او نورو ځایونو کې او یا له کورنیو سره به ډله ایز روژه ماتي نه کیږي، دا ځکه چې روژه یوازې د خدای یو عبادت نه دی، بلکې دغه څه د یوه ټولنیز او ګډ ژوند یو ښکارندوی دی.

دویچه ویله: په قرآن شریف کې پر مسلمانانو باندې روژه فرض ده. د اسلامي لارښونو پر اساس، په روژه نیولو سره د انسان وجود پاک او نفس یې تزکیه کیږي او په دې ترتیب سره د انسان روغتیا هم غښتلې کیږي. د روغتیا د برخې یو شمیر کارپوهان د دې برعکس فکر لري او وايي چې ټوله ورځ د خوراک او څښاک نه استفاده، د انسان بدن کمزوری کوي او بدن د ناروغیو پر وړاندې حساسیږي. ناروغان خو په هر صورت کې له روژې نیولو معاف دي. ستاسې په نظر، په اوسني کړکیچ کې باید روغ رمټ مسلمانان روژه ونه نیسي؟

ایمن مازیک: د هر راز علمي ارزونې په برخه کې، د هغې یوه مخالفه ارزونه هم موجوده وي. موږ په ګڼ شمیر نورو برخو کې هم له دغه راز ارزونو سره بلد یوو؛ دا چې داسې طبي ارزونې موجودې دي چې روژه د روغ انسان له پاره زیان رسوي. دغه راز اروزنې د کرونا له وبا وړاندې هم موجودې وې او دغه راز بحثونه هر ځل د روژې د میاشتې تر رسیدو وړاندې یو ځل بیا ګرمیږي. ښايي د ښوونځي د زده کوونکو چې روژه نیسي، هغه بحث مو په یاد وي چې ویل کیدل روژه «د [زده کوونکو] د تمرکز اخلال رامنځته کوي او د دوی پر درسونو مفني اغیز کوي.» له فرصت څخه په ګټه اخیستلو سره د ښوونکو اتحادیه د خپلې کلنۍ اعلامیې په واسطه، تر روژې لږ وړاندې دغه راز موضوعات مطرح کوي...او زه دا ځل هم د دغه راز یوه څه انتظار لرم، البته یوازې په هغه صورت کې چې که چیرته [په آلمان کې] ښوونځي بیرته په بشپړه توګه پرانیستل شي. خو که چیرته ښوونځي تړلي پاتې شيو نو په دې صورت کې بیا د یادې ټولنې له پاره دغه راز څرګندونې ستونزمنې دي.

خو بیا هم، په هر صورت دغه راز څرګندونې تل موجودې دي. روژه نیول په اصل کې د انسان د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي. دغه څه هر ډاکټر تائیدوي چې روژه په اصل کې د روغتیا روژه ده. روژه نه یوازې د بدن د بیا پاکوالي او د نفس د تزکیې فرصت دی، بلکې روژه په ټوله معنی سره د بدن د پاکوالي یوه پروسه هم ده او پاکوالی په دې معنی چې له بدن څخه زهر بیرون شي. دا په دې معنی دي چې روژه نیول په پای کې د انسان روغتیا غښتلي کوي او نه د دې برعکس چې انسان کمزوری کوي. غواړم بیا یې تکرار کړم چې دغه څه یوازې د روغ رمټو کسانو په برخه کې صدق کوي.

له دریو ورځو وروسته، انسان په هر صورت کې له روژې سره عادت کیږي او دغه نظم بیا همداسې پاتې کیږي. د روژې لومړۍ دوه یا درې ورځي له جسمي پلوه لږ سختې وي، خو بیا تر هغې وروسته روژه عادي کیږي. هغه مهال بیا احساس کوئ چې بدن په تدریجي توګه پاکیږي. دغه راز يوه پروسه بدن کمزوری نه، بلکې لا یې غښتلی کوي.

ويديو وګورئ 02:52

کرونا ویروس څرنګه خپور شو؟

دویچه ویله: یعنې د کرونا د وبا پرمهال، د روژې نیول خطرناک نه دي؟

ایم مازیک: نه! ولې باید داسې وي؟ بیا هم وایم چې یوازې د ناروغو کسانو له پاره چې د اسلامي احکامو له مخې په هر صورت کې د روژې نیولو اجازه نه لري، هغوی نه شي کولی چې روژه و نیسي بلکې اجازه هم نه لري چې روژه ونیسي. یوازینی څه چې دغه موضوع یې په هکله صدق کوي، هغه دا دي چې که چیرته د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شو. خو په اوسني وضعیت کې، دغه راز څه نه ښکاري.

دویچه ویله: ګڼ شمیر اسلامي مذهبي څیرې د روغتیا د نړیوال سازمان د لارښونو پیروي کوي. د بیلګې په توګه، په مصر کې د الازهر شیخان او د مصر د فتوا د صادرولو ادراه یا دار الافتاء د سني مذهبو له پاره لوړ مذهبي ځای او مقام لري. دوی فتوا صادره کړې او دا یې څرګنده کړې چې د روغتیا د نړیوال سازمان لارښونې مني او له هغوی څخه پیروي کوي، د بیلګې په توګه د روژې د ځنډولو په برخه کې. ستاسې له نظره، د الازهر پوهنتون له لوري یوه فتوا په اسلامي نړۍ کې څومره ارزښت لري او څومره منل کیږي؟

ایمن مازیک: ما په لومړۍ برخه کې دغې موضوع ته اشاره وکړه چې دغه یو ناسم روپوټ ورکړل شوې موضوع ده. تر اوسه پورې هیڅ دغه راز فتوا موجوده نه ده او ان د نوموړي دیني عالم څرګندنوې او د هغه انستیتوت څرګندونې موجودې نه دي، هغه څرګندونې چې له الازهر پوهنتون سره ربط ورکول کیږي. هیڅ داسې څرګندونې موجودې نه دي چې پکې الازهر په مستقیمه توګه دغه راز یو څه ویلي وي. کولی شم چې عربي متن او ان د هغه انستیتوت له لوري تصیح هم تاسې ته ولیږم او کولی شئ چې هغه وژباړئ.

بیا هم وایم چې مسئله د الازهر په هکله نه ده، بلکې یو انستیتوت دی چې په الازهر پورې تړلی دی او د هغوی څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي. په دې برخه کې د الازهر د پوهنتون، د کوم دیني عالم او یا بل څه په دې برخه کې موجود نه دي. د یوه شخص لوري یو څرګند شوی نظر د یوه بل شخص له لوري سم نه دی اخیستل شوی. نو په دې برخه کې هیڅ څه موجود نه دي. نو بیا اړینه نه ده چې د یوې خیالي موضوع په هکله دغه بحث ته ادامه ورکړو.

خو [د کرونا د وبا] د کړکیچ په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان لارښونې او د آلمان د حکومت لارښونې، طبعاً زموږ په برخه کې هم صدق کوي. موږ د دغو لارښونو په برخه کې په دوامداره توګه د آلمان له فدرال حکومت سره په اړیکه کې یوو او خپل نظرونه ورسره شریکوو. دغه راز لارښونې زموږ د کارونو او اقداماتو له پاره ټاکونکی ارزښت لري. د بیلګې په توګه عمومي ګرځ بندیز چې پکې د جوماتونو تړل کیدل هم شامل دي. د جوماتونو تړل د مسلمانانو په ټولنه کې واقعاً یوه ستره موضوع ده چې ښايي دغه څه د روژې په میاشت کې ادامه پیدا کړي. دا واقعا یوه ستره موضوع ده او همداسې به پاتې شي، دا ځکه چې دغه څه د انسان د روغتیا له پاره زیان رسوي. په جوماتونو کې د راټولیدو په پایله کې ویروس خپریږي، له همدې کبله جوماتونه باید په دې وخت کې د عبادت له پاره پرانیستي نه وي. خو روژه نیول په هیڅ صورت د ویروس د خپریدو سبب نه ګرځي بلکې د انسان بدن غښتلی کوي.

دویچه ویله: د روژې په میاشت کې خلک د عادي وخت په پرتله ډیر جوماتونو ته ځي. آیا دا د تصور وړ ده چې په استثنايي توګه خلک د روژې په میاشت کې جوماتونو ته ولاړ شي، خو په دې شرط چې له یو بل سره واټن یا فاصله او نورې اړوندې لارښونې مراعت کړي؟

ایمن مازیک: نه. نه شم کولی چې د دغه راز یو څه فکر وکړ. که چیرته وضعیت همداسې ادامه پیدا کړي او په راتلونکو اونیو کې په وضعیت کې تغیر را نه شي، په آلمان کې به جوماتونه په ډیر احتمال سره د روژې په میاشت کې هم تړلي پاتې شي. دقیقاً همداسې چې په دې تیرو څو اونیو کې د جوماتونو د تړلو له کبله په جماعت سره د جمعې او نور پنځه وختونه لمونځونه نه ترسره کیږي، نو د رژوې په میاشت کې هم دغه احتمال ډیر دی. بل راز فکر نه شم کولی.

دویچه ویله: په ډاډه توګه په آلمان کې د روژې او کوچني اختر د تیریدو له پاره څه لارښونې موجودې دي؟

 ایمن مازیک: له یو بل سره د امکان تر حده پورې د فاصلي د ساتلو پر لارښونې عمل کول ښه کار دی. که چیرته جوماتونه په تدریجي توګه هم پرانیستل شي، محدودیتونه به ورسره مل وي. تر هغه وخته پورې چې د دې ناروغۍ واکسین نه وي جوړ شوی. که چیرته جوماتونه ورو ورو پرانیزو، لازم اقدامات به ورسره مل وي د بیلګې په توګه له ماسکونو څخه استفاده، له یو بل څخه فاصله مراعتول او داسې نور. په دې برخه کې یو شمیر ډیرې لارښوونې موجودې دي چې باید ورباندې عمل وکړو.

که کومه ورځ، زه هیله مند یم چې دغه ورځ به ژر راځي، عبادت ځایونه بیرته پرانیستل شي، هغه مهال باید شدید طبي مقرارات هم ورسره مل وي که نه نو بیا به بې مفهومه او بې پایلې کار وي.

دویچه ویله: که څوک د بیلګې په توګه د روغتیا د نړیوال سازمان مقررات او لارښونې عملي نه کړي او له همدې کبله په کرونا ویروس اخته شي او یا د نورو کسانو د اخته کیدو سبب وګرځي، څه به پیښ شي؟ ستاسې په نظر، دغه راز یو کار به حقوقي پایلې هم له ځانه سره ولري؟

ایمن مازیک: دا د ښاریانو په توګه زموږ دنده ده او کنترول د حکومت له لوري یو سم کار دی. همدا راز دینې دنده مو هم ده، ځکه د ځان ساتل د اسلامي احکامو له جملې څخه دي. خو که چیرته څو له هغه سره مخالفت وکړي او یا یې برعکس عمل وکړي، د آلمان د قوانینو سره او همدا راز د خپلې عقیدې له لارښونو سره په ټکر کې واقع کیږي. دا [د لارښونو عملي کول] زموږ همغه هیله ده چې اکثریت مسلمانان یې مراعتوي. بحث اوس پر دې نه دی چې مسلمانان دې اوس دې کارته وهڅول شي، بلکې مسلمانان د دین او عقیدې په اساس هم له دغه راز کارونو سره بلد دي.

خو بیا هم خامخا به یو یا دوه کسان داسې وي چې د [دې لارښونو] پرخلاف به عمل وکړي، دا هغه کسان دي چې د دولت او د خپلې عقیدې سره په ټکر کې واقع دي.

ن، ک/ص.ا/خ.ح/ن.ز