+++د کتالونيا د ټولپوښتنې شېبه په شېبه راپور+++ | آلمان او نړۍ | DW | 01.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

+++د کتالونيا د ټولپوښتنې شېبه په شېبه راپور+++

نن يکشنبه په کتالونيا آيالت کې خلک له هسپانيې څخه د بېلتون په سر رايې اچوي. په مادريد کې مرکزي دولت کلک مخالفت ښېي او سيمې ته يې ځواکونه استولي دي.

د سيمې په اوو بجو ۲۰ دقيقو

ليام فاکس، د بريتانيا د سوداګرۍ وزير، د کتالونيا د تاوتريخوالي پېښې وغندلې. هغه دا هم ويلي دي چې د کتالونيا د خپلواکۍ په سر ټولپوښتنه د هسپانيا له پاره يوه مهمه موضوع ده.

د سيمې په شپږو بجو ۵۲ دقيقو

د کتالونيا د سيمه يز حکومت وياند وويل چې د هسپانيې حکومت بايد د نړيوالو محکمو په وړاندې د هغه تاوتريخوالي له کبله ځواب ووايي چې د رفرنډم په ترڅ يې ورڅخه کار اخيستی وو.

د سيمې په شپږو بجو ۴۴ دقيقو

ليونل مېسي دوه ګوله ووهل چې په دې سره بارسلونا د لاس پالماس د فوټبال ډله ۳:۰ ماته کړه. بارسلونا اصلا غوښتي وو چې دغه لوبه دې د ټولپوښتنې له کبله شا ته شي، خو د هسپانيې د فوټبال ليګ دغه غوښتنه رد کړې وه. له دې کبله لوبه د فوټبال په تقريبا تش لوبغالي کې تر سره شوه. 

Fußball Spanien La Liga FC Barcelona vs Las Palmas (Reuters/A. Gea)

د بارسلونا لوبډلې د لاس پالماس د فوټبال ټيم ۳:۰ مات کړ. دغه لوبه د خپلواکۍ په سر د رفرنډم سربېره هم تر سره شوه.



د سيمې په پنځو بجو ۵۵ دقيقو

د کتالونيا سترې محکمې ويلي دي چې د رايه ورکولو د مرکزونو په تړلو کې د پوليسو له خوا د تخلفاتو په اړه ورته ډېر زيات شکايتونه رسېدلي دي. 

د سيمې په پنځو بجو ۳۰ دقيقو

د کتالونيا د روغتيا د وزارت په حواله د خپلواکۍ په سر په ناندرئيزه ټولپوښتنه کې د ژوبل شوو کسانو شمېر لږ تر لږه ۴۶۵ تنو ته ختلی دی. پر اړونده کسانو باندې غږ شوی دی چې د هسپانيې د دولتي پوليسو په هکله دې د کتالونيا سيمه يزو پوليسو ته شکايت او د هسپانيې د پوليسو يا ګارديا سيويل په وړاندې حقوقي دعوا دې هم وکړي.

د سيمې په پنځو بجو ۷ دقيقو

د هسپانيې د کورنيو چارو وزير وويل چې د رايه ورکولو ۹۲ مرکزونه په کتالونيا کې د پوليسو له خوا تړل شوي دي.

د سيمې په څلورو بجو ۴۶ دقيقو

د بارسلونا ښاروالې، ادا کولاو، وويل چې د رفرنډم په ترڅ کې ۴۶۰ کسان ژوبل شوي دي. هغې له پوليسو څخه غوښتنه وکړه چې د «بې دفاع» ولس په وړاندې دې نور اقدام نه کوي.

Spanien Bürgermeisterin Barcelonas Ada Colau (Getty Images/AFP/J. Lago)

د کتالونيا د سيمې د اصلي ښار، ښارواله ادا کولاو


د سیمې په څلورو بجو ۳۹ دقيقو

د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند مشر، مارتين شولڅ، د هسپانيې په کتالونيا سيمه کې پر دواړو غاړو غږ کړی چې خبرې اترې او ديالوګ دې وکړي. د اروپايي ټولنې د پارلمان پخواني رئيس شولڅ د تويتر د لارې وليکل: «مادريد او بارسلونا بايد سمدلاسه تاوتريخوالی راکم او ديالوګ پيل کړي.»

د سيمې په څلورو بجو ۱۶ دقيقو

د اروپا زرغون ګوند وايي چې په کتالونيا کې د رايه ورکوونکو په وړاندې د پوليسو ماموريت د هسپانيې د صدراعظم ماريانو راخوي له خوا لويه اشتباه ده. د هغوی په خبره بايد دواړه لوري د خبرو اترو مېز ته سره کښېني او د اروپايي ټولنې کميسيون بايد د هغوی تر منځ منځګړيتوب وکړي.

Neue Karten für das Klima-Poker? EU und europäische Grüne vor dem Klimadialog (Greens/EFA in the European Parliament)

د اروپا زرغون ګوند په کتالونيا کې د پوليسو له ماموريت سره مخالفت وکړ


د سيمې په دوو بجو ۵۰ دقيقو

د هسپانيې د کورنيو چارو مرستيالې، ثريا باېنز دې سانتاماريا، د هسپانوي پوليسو تدابير وستايل. هغې خبريالانو ته وويل چې د کتالونيا د سيمه يزې ادارې «بشپړه بې مسووليتي» چې دغه ټولپوښتنه يې راغوښتې ده، د هسپانيې د امنيتي ځواکونو د مسلکيتوب له خوا بېرته رفع شوې ده.

Spanien Katalonien Unabhängigkeits-
Referendum Poilzei schreitet ein (picture-alliance/AP Photo/M. Fernandez)

ژغورونکې ډلې له ډېرو ټپيانو څخه خبرې کوي، خو د هسپانيې د کورنيو چارو مرستياله وايي چې پوليسو خپله دنده په سمه توګه سر ته رسولې ده.


د سيمې په دوو بجو ۴۶ دقيقو

د کتالونيا د مظاهرو په ترڅ کې د پوليسو يولس افسران ژوبل شوي دي. دغه مطلب د هسپانيې د کورنيو چارو د وزارت له خوا وروسته له هغه خپور شو چې د کتالونيا د روغتيا ادارې ويلي وو چې ۳۸ مظاهره کوونکي د پوليسو له خوا ټپيان شوي وو. داسې ويل کيږي چې د دغې پېښې نهه تنه ټپيان په روغتون کې بستر شوي دي.


د سيمې په دولس بجو ۵۸ دقيقو
د کتالونيا د روغتيا دپارتمنت وايي چې د ۳۳۷ کسانو درملنه وروسته له هغه وشوه چې هغوی له پوليسو سره د کتالونيا د ټولپوښتنې په ترڅ کې ونښتل.

Spanien Katalonien Unabhängigkeits-
Referendum Poilzei schreitet ein (picture-alliance/AP Photo/F. Seco)

ځينو خلکو پوليسو ته ګلونه هم ورډالۍ کړل. پوليسو بيا هم ډېر ټاکنيز مرکزونه وتړل.


د سيمې په دولس بجو ۵۶ دقيقو

ژغورونکې ډلې وايي چې د کتالونيا د ټولپوښتنې په ترڅ کې د نښتو له کبله لږ تر لږه ۹۱ انسانان ژوبل شوي دي.

Spanien Referendum Katalonien Wähler (Getty Images/D. Kitwood)

د بارانۍ هوا او ستونزو سربېره ډېر خلک د رايو صندوقونو ته ولاړل څو خپله رايه وکاروي.

 

اعلان