1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په يوه روغتون کي اوس د زړه عمليات کيږي

حسين سيرت۱۳۹۴ تیر ۱۰, چهارشنبه

په کابل کې په اول وار په یوه روغتون کې د زړه عملیات ترسره شول. دغه روغتون تر اوسه پوري په جراحي عملیاتو سره د پنځو ناروغانو درملنه کړې ده. د دغه روغتون د فعالیت په پراخیدو سره به نور ناروغان هند او پاکستان ته نه ځي.

https://p.dw.com/p/1FqEA
انځور: DW/H. Sirat

دغه روغتون د زړه ناروغانو د عملیات او درملني له پاره جوړ شوی دی. د عامي روغتیا وزارت وایې چې تر دوو میاشتو دمخه په افغانستان کې د زړه عملیات ممکن نه وو، خو اوس په کابل کې ډاکټران وتوانیدل چې د زړه پنځه عملیاته ترسره کړي.

د روغتیا وزارت ژمنه کړې ده چې د روغتیا په برخه کې به خصوصي سکتور تشویق او ملاتړ به یې وکړي، څو په هغو برخو کې خدمات وړاندي کړي چې حکومت یې د ترسره کولو توان نه لري.

د عامي روغتيا وزیر فیروزالدین فیروز په هغه غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۳۰مه) په کابل کې جوړه شوې وه وویل: «حکومت ژمن دی چې په افغانستان کې خدمات معیاري کړي او گاونډیو هیوادونو ته د افغانستان احتیاج کم کړي. موږ د خصوصي سکتور ډیر سخت ملاتړ کوو.»

دغه عملیات په امیري روغتون کې ترسره شوي دي چې د سرې میاشتي په همکارۍ سره جوړ شوی دی. دغه روغتون ته د درملني له پاره ډېر ناروغان د سرې میاشتي رياست له خوا معرفي کیږي او د ناروغانو د مالي مصارفو یوه برخه د دغي ادارې له خوا ورکول کیږي.

ریحانه هغه ناروغه ده چې زړه یې سوری وو. هغه سرې میاشتي ادارې ته تر مراجعې وروسته امیري روغتون ته معرفي شوه او اوس تر عمليات وروسته یې وضعیت ښه دی.

د دغه روغتون يو ډاکټر ذکي سلطاني وويل، چې د ریحانې زړه سوری وو، خو د یوې نوي طبي وسیلې په مرسته يې په داسي شان سره جراحي عملیات وشو، چې د پښې له رگ څخه د زړه پر لور رهنمایې شوې وه او درملنه په بریالیتوب سره ترسره شوه: «د پښې د شیریان له لاري وسیله پاس وړل کیږي او یو بالون زړه ته رسوي او غیر طبیعي سورۍ بندوي.»

خو دغه روغتون اوس هم ډیري ستونزي لري. د روغتون رئيس وویل چې حکومت باید د نوو طبي ماشینونو د واردولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، څو دغه روغتون وکولای شي د مناسبې بیې په مقابل کې د ناروغانو درملنه وکړي.