1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل وژونکي احتجاجونه

حسن » بری «۱۳۸۵ خرداد ۲۲, دوشنبه

دوشنبه، د ١٣٨٥ هجري لمريزکال د غبرگولي د مياشتې ٨ نيټه، د کابل په خيرخانه مينه کې د امريکا د متحده ايالتونو د زغروالوگاډو د يوه کاروان اوڅوافغاني گاډوترمينځ يوټرافيکي ټکر، د کوم له کبله چې ٨ تنه افغانان ووژل شول، په کابل کې، د طالبانو د حکومت له نسکوريدوراهيسې، د ترټولولويواوسختو احتجاجونوسبب شو.

https://p.dw.com/p/DMrX
انځور: AP

تردغه ټکروروسته احتجاج کونکوکابل ښاريانو، د امريکا د متحده ايالتونو د کاروان نقليه وسايط په تيږو ويشتل او د امريکاضدشعارونه ئې ورکول.
عيني شاهدان اوافغاني پوليس وايي چې امريکايي سرتيرو د احتجاج کونکومُلکي وگړوپرډلې مستقيماًډزې کړيدي. خو )آی اس ای اف( ادعاکوي چې امريکايي سرتيرو د ځان د ساتنې لپاره هوايي ډزې کړيدي.

هوايي ډزې د منلووړ نه دي
د افغانستان له مُجرب پخواني ډيپلوماټ محمدگل » وطنپال داياني « څخه مې تپوس وکړچې آيا دا د ده په نظر د منلووړده چې دهوايي ډزوله کبله په لسگونوتنه انسانان ووژل شي؟
وطنپال داياني:» داامکان نه لري چې د هوايي ډزوله کبله انسانان ووژل شي. پراحتجاج کونکوباندې مستقيماًډزې شويدي .« وطنپال ـ داياني زياته کړه: » د افغانستان حکومت، په ځانگړې توگه بيا د امنيتي مسأيلوپه هکله، له خلکونه حقيقت پټوي .«