1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو نړېواله ورځ؛ یونیسف وايي د ښځو ختنه مخ په کمېدو ده

۱۴۰۲ اسفند ۱۸, جمعه

په داسې حال کې چې نړۍ نن د مارچ اتمه د ښځو نړېواله ورځ لمانځي د فرانسې حکومت د سقط جنین موضوع قانوني کوي. د ملګرو ملتونو سازمان وايي په نړۍ کې د۳۵۰ ملیونه ښځو او نجونو د ختنې عملیات ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dJQv
Afrika Uganda Weibliche Genitalverstümmelung
انځور: Yasuyoshi Chiba/AFP/Getty Images

تازه
اسوشتید پریس په تازه رپوت کې وايي چې د فرانسې عدليې وزير، د جمعې په ورځ د ښځو د سقط جنین حق ضمانت د فرانسې په قانون کې ورزیات کړ. د ښځو په نړېواله ورځ د فرانسې دغه اقدام له ښځو څخه د ملاتړ په برخه کې یو ځواکمن پیغام بلل شوی دی.

د فرانسې عدلیې وزير، اریک دوپوند مورتي، په جوړ شوي ځانګړې محفل کې  د ۱۹مې پېړۍ د چاپ يو ماشین څخه په استفاده دغه اصلاحیه د فرانسې په اساسي قانون کې مهر کړه چې ورسره په محفل کې چک چکو آوازونه پورته شول. د مکرون په دغه اقدام سره، فرانسه د نړۍ لومړنی هېواد وګرځېد چې د ښځو د سقط جنین حق ېې په خپل ملي منشور کې تضمین کړ. 

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون نن جمعه د مارچ اتمه په پاريس کې د ښځو د سقط جنین حق تر قانوني کيدو په یو لړ ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ. فرانسه په داسې حال کې دغه اقدام کوي چې نن په نړۍ کې د ښځو نړېواله ورځ لمانځل کيږي.

د فرانسې د ملي اسمبلۍ مشره یائل برون-پیوه د رای ورکولو د نتایجو تر اعلانولو وروسته د چک چکو په حال کې - مارچ څلور ۲۰۲۴
د فرانسې د ملي اسمبلۍ مشره یائل برون-پیوه د رای ورکولو د نتایجو تر اعلانولو وروسته د چک چکو په حال کې - مارچ څلور ۲۰۲۴انځور: Raphael Lafargue/abaca/picture alliance

په فرانسه کې د ښځو د سقط جنین موضوع له ۱۹۷۵ راهیسې مجاز ده، خو ماکرون تېر کال ژمن شو چې له هغې به لا بهتره محافظت کوي. د فرانسې ولسشمر وروسته له هغې دغه ژمنه وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو سترې محکمې په ۲۰۲۲م کال کې د دغه پروسيجر په لغوه کولو، ایالتونو ته اجازه ورکړه چې په انفرادي توګه پر دې بندیز او یا محدویت لګوي.

سقط جنین «تضمین شوې آزادي»

د دوشنبې په ورځ، د فرانسې پارلمان د دواړو مجلسونو یوې نادرې کنګرې په یوه تاريخي رای اچونه کې د حامله ګۍ ختمولو اصلي متن ته د یوې «تضمین شوې آزادي» په توګه شين څراغ ښکاره کړ. دغه اقدام په فمینستانو، چې د ښځو او نارینه و له پاره پر مساوی حقونه ټينګار کوي، د جشن لمانځل ایجاد کړ.

په دې ارتباط په پاریس کې ځانګړې مراسم د مارچ اتمه د ښځو نړېوالې ورځې سره په یو وخت کې جوړيږي. که څه هم ځينې محافظه کاران لا هم د دغه قانون په خلاف دي، خو د فرانسې اکثریت ولس د مکرون له دغه اقدامه ملاتړ کړی دی.

د مارچ په ۴مه د سقط جنین قانون ته د رای ورکونې سره جوخت په سلونو خلک د پاریس تروکادیرو پارک ته چې د ایفل برج ته مخامخ واقع دی راټول شوي ول
د مارچ په ۴مه د سقط جنین قانون ته د رای ورکونې سره جوخت په سلونو خلک د پاریس تروکادیرو پارک ته چې د ایفل برج ته مخامخ واقع دی راټول شوي ولانځور: Stéphane Geufroi/MAXPPP/dpa/picture alliance

د فرانسې حکومت ویلي دي چې د دغه قانون د لا بهتره ډاډمنتیا له پاره به وروسته له دې د اروپايي اتحادیې په سطحه هڅې کوي. د حکومت ویاندې پریسا تیونوت د چهارشنبې په ورځ وويل: «فرانسه اوس باید د اروپايي اتحاديې په کچه مبارزه وکړي. ولسمشر مکرون په ۲۰۲۲م کال کې ويلي وو چې هغه غواړي د سقط جنین حق د اروپايي اتحاديې منشور په اساسي حقونو کې وراضافه کړي.»

«۳۵۰ ملیونه ښځې او نجونې ختنه شوي»

بل خوا د ښځو نړېوالې ورځې سره سم، یونيسف یا د ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، په نړۍ کې د ښځو د ختنې پر موضوع یو رپوټ خپور کړی دی. د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، یونسیف وايي چې په نړۍ کې له ۳۵۰ ملیونو څخه ډېرې ښځې د ختنې په موخه تر جراحۍ لاندې نيول شوي چې اکثریت ېې په افریقا کې ژوند کوي.

د یونسیف په رپوټ کې ويل شوي چې د نجونو او ښځو ختنه تر ټولو ډېر په افریقا کې رایج ده
د یونسیف په رپوټ کې ويل شوي چې د نجونو او ښځو ختنه تر ټولو ډېر په افریقا کې رایج دهانځور: Johanna De Tessieres/Plan International/dpa

د يونيسف رپوټ وايي چې په تېرو اتو کلونو کې پر شاوخوا ۳۰ ملیونه کسانو دغه طریقه عملې شوې چې په هغې کې د تناسلي آلې باندنۍ برخه يا په قسمي او یا په بشپړه توګه پرې شوې ده.

«په نجونو او ښځو کې ختنه مخ په کمېدو ده»

د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې اوسمهال په نجونو او ښځو کې د ختنه کولو فیصدي مخ په کمېدو ده خو سره له دې هم خبرداری ورکوي چې مخ په ډېرېدونکو نفوس ته په کتو کې د دغې پدېدې د لمنځه وړولو له پاره هڅې سستې پر مخ ځي: «د ښځو ختنې د کمېدو په حال کې دي، خو په کافي اندازه چټکې نه.»

ناسم باورونه او جانبی عوارض

په یوګاندان کې د ۲۰۱۸م کال د جنوري په ۳۰مه اخیستل شوی دغه انځور کې پر لوحه ليکل شوي چې د ښځو ختنه غیرقانوني او د ماشومانو حقونو سره تاوتریخوالی دی
په یوګاندان کې د ۲۰۱۸م کال د جنوري په ۳۰مه اخیستل شوی دغه انځور کې پر لوحه ليکل شوي چې د ښځو ختنه غیرقانوني او د ماشومانو حقونو سره تاوتریخوالی دیانځور: Yasuyoshi Chiba/AFP/Getty Images

د ښځو ختنې په ارتباط داسې ناسم باور موجود دی دا چې دا د ښځو جنسي تمایلات کنټرولوي، په داسې حال کې چې برخلاف دغه عمل کېدای شي په ښځو کې د شدیدې خونريزۍ او حتی د مړېنې سبب واقع وګرځي. په نجونو کې ختنه، د ماشومتوب او د پيغلتوب د لومړیو وختونو ترمنځ په مختلفو عمرونو کې ترسره کيږي.

دغه عمل کولی شي په اوږدمهال کې د ښځو د ادراو په مجرا او مياشتني عادت پر وخت د عفونتونو د ایجاد سبب واقع شي. همدارنګه په ښځو کې د درد، جنسي اړیکې ته نه تمايل، د زيږون پر وخت ستونزو، ډېپريشن، د حقارت حس او د مابعد رواني اختلالاتو سره د مخ کېدو په څېر جانبي عوارض له ځانه سره ولري.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل