د پولاک نقاشي په ۱۸۱ ميلیونه ډالره وپلورل سوه
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه
پولاک په ۳۶ کلنۍ کي دغه اثر چي نوم يې «نمبر ۷ای، ۱۹۴۸» دی، په نیویارک کي په خپله سټوډیو کي خلق کړ. دغه اثر د سې شنبې په ورځ په نیویارک کي د کریستيز په نندارتون کي د لیلام د فیس په ګډون په ۱۸۱،۲ ميلیونه ډالره وپلورل سو.
کریستيز تر جګړې وروسته دغه اثر چي د توی سوي تور رنګ او څو سرو ټکو څخه جوړ سوی دی، داسي توصيف کړ: «په دې اثر سره پولاک بالاخره ځان د دودیزي نقاشۍ له بندونو څخه خلاصوي او د هنر په تاریخ کي یوه له لومړنیو واقعاً انتزاعي نقاشي جوړوي.»
په دې سره د پولاک دغه تابلو د لیلام په تاریخ کي څلورم تر ټولو ګران اثر سو، چي په ۲۰۲۱م کال کې یې د ۶۱،۲ ميلیون ډالرو لیلام پخوانی ریکارډ مات کړ.
«سلواتور موندي» اثر چي لئوناردو داوينچي ته منسوب دی، لاهم د تر ټولو قیمتي نقاشۍ لقب لري چې په لیلام کي پلورل سوی دی. دغه اثر په ۲۰۱۷م کال کي په ۴۵۰ ميلیونه ډالره وپلورل سو.
که څه هم د پولاک اثار په شخصي خرڅلاو کي تر ۲۰۰ ميلیونه ډالرو پوري پلورل سوي دي، خو د دوشنبې د ورځې خرڅلاو د هغه د اثارو تر ټولو ګران بیه دی چي لیلام ته وړاندي کیږي.
په دې لیلام کي نور کوم اثار وپلورل شول؟
په لیلام کي پلورل سوي نور اثار، د امریکايي انځورګر مارک روتکو «۱۵ نمبر (دوه شنه او یوه سره پټه) اثر په ۹۸،۴ ميلیونه ډالره وپلورل سو او د کاتالاني هنرمند خوان میرو «پرتره مادام ک» اثر په ۵۳،۵ ميلیونه ډالره وپلورل سو.
همدارنګه، د رومانیایي هنرمند کنستانتين برانکوزي د برونزو سر مجسمه (دانائيده) په ۱۰۷،۶ ميلیونه ډالره وپلورل سوه، چي دا په لیلام کي پلورل سوی دوهم تر ټولو ګران اثر وو.
جکسن پولاک څوک وو؟
جکسن پولاک په ۱۹۱۲م کال کې د وایومینګ په کوډي کي زیږیدلی و. هغه په ۱۹۳۰م کال کي نیویارک ته ولاړ او د (Art Students League) په نوم مشهور مکتب کي د توماس هارت بنتون تر مشرۍ لاندي زده کړي وکړې، چي وروسته یې ښوونکی او ملګری سو.
هغه د ۱۹۳۸ تر ۱۹۴۲ کلونو ترمنځ د امریکا د حکومت د فدرالي هنر پروژې له پاره تر کار کولو وروسته، په نیویارک کي د پیګي ګوګنهایم د «هنر د پيړۍ ګالري» هنرمندانو له ډلې سره یوځای سو.
هغه د ښار په کلتوري صحنه کي یو مشهور شخصیت سو او هغه وخت ملي شهرت ته ورسید کله چي «لایف» مجلې د جیکسن پولاک: آیا هغه د امریکا ترټولو لوی ژوندی انځورګر دی؟» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ.
پولاک، چي له انتزاعي نقاشې لی کرزنر، سره يې واده کړی و، په ټول ژوند کې یې د ډېرو شرابو له څښلو سره مبارزه کوله.
هغه په ۱۹۵۶م کال کي د خپل مسلکي دوران په اوج کي په داسي حال کي چي الکل يې څښلي ول او موټر يې چلاوه، د موټر په ټکر کي مړ سو.