1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

د پولار د موسيقۍ جايزه سږ کال چا وګټله؟

۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبه

موسيقي يې يو د بله خورا متفاوته ده. خو د ژوري په خبره دواړه د خپلو مينه والو ژوند ته په خپل هنر سره تغيير ورکوي. د پولار په نوم د موسيقۍ جايزه سږ کال د مېتاليکا ډلې او د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت ته ورکړل شوه.

https://p.dw.com/p/2ziPE
Schweden Polar Music Awards
انځور: Getty Images/H. Montgomery

د پولار په نوم د موسيقۍ مهمه جايزه سږ کال د مېتاليکا د موسيقۍ ډلې او د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت ته ډالۍ شوه. دغه خبره د ژوري پلاوي په ستاکهالم کې کړې ده. د متحده آيالاتو د مېتاليکا ډلې، د موسيقۍ په هکله ژوري وويل: «د واګنر د احساساتو د طوفان او د چايکوفسکي د توپونو د غږونو راهيسې هيچا داسې موسيقي نه ده رامنځ ته کړې چې دغومره فزيکي وجود ولري، قهرجنه او بيا هم پرانيستې وي». د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت او د هغه د مشر، احمد سرمست د کار په هکله ژوري وليکل چې دغه انستيتوت پسې غوړيږي او د دې له پاره زيار باسي چې د افغانستان د موسيقۍ بډای ميراث وساتل او په سلګونو نجونو او هلکانو ته د زده کړې يو ډاډمن چاپېريال برابر شي. د پولار له جايزې سره يو ميليون سويډني کرون هم تړلي دي چې تقريبا څه د پاسه يو لک يورو کيږي. دغه جايزه کال په کال دوو هنرمندانو ته ورکول کيږي چې يو يې د موسيقۍ له کلاسيکې او بل يې د معاصرې موسيقۍ له برخې څخه وي. د لورين په نوم يوې مراکش توکمې سندرغاړې د جايزو د وېشلو په مراسمو کې د ستيج په سر په ډېر زړه پوري انداز د «دا زموږ زېبا وطن» په نوم مشهوره ملي سندره په پښتو ژبه اجرا کړه.

د سويډن د شاهي کورنۍ په حضور کې جايزې ووېشل شوې

ګټونکو ته دغه جايزې د جون په څوارلسمه نېټه د سويډن د شاهي کورنۍ په حضور کې ورډالۍ شوې. ماري لېدين چې د جايزې د کميټې مشره ده، ټينګار وکړ چې سره له دې چې د جايزې ګټونکي «له بېلو نړيو څخه» راځي، خو ويې شوای کولای چې په خپل فعاليت سره د خلکو ژوند ته بدلون ورکړي. مېتاليکا د هغې په خبره د هارډ روک موسيقۍ په برخه کې په ميليونو مينه وال لري او «هغې خوا ته يې مخکښي کړې ده چې نورو يې پر لار پل ايښی دی». د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت په هکله وويل شول چې دا چې هغه څنګه له ځوانانو او بې وزلو ماشومانو سره مرسته کوي، يو «الهام بخښونکی» کار دی. د مېتاليکا د دْرَم يا ډول غږوونکي، لارس اولريش دغه وياړنه «يو د تعجب وړ کار» بللی او ويلي يې دي چې «دا يو فوق العاده تائيد دی د هر هغه څه له پاره چې مېتاليکا په تېرو ۳۵ کلونو کې کړي دي.»
احمد سرمست چې د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت مشر دی، په يوه بيانيه کې ويلي دي چې هغه ډېر هيجانه دی او دا يو امتياز او وياړ بولي. ښاغلي سرمست خپل انستيتوت په ۲۰۱۰ م کال کې دې ته په ځواب کې تاسيس کړی و چې د افغانستان د موسيقۍ عنعنه د جګړو سره سره هم ژوندۍ وساتي.

Dr. Ahmad Naser Sarmast
د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيتوت مشر، احمد سرمستانځور: ANIM

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (24.12.2013):