د پاکستان ځانمرګی بريد يوې ښځې کړی
۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبهدغه بريد د کوتله سيدان په کلي کې شوی چې ډېره اسمعيل خان ښار ته څېرمه پروت دی. بريد د يوه روغتون له خولې يا دخول سره شوی چې د چارواکو په خبره، پاکستاني طالبانو يې پړه منلې ده. د پوليسو ځايي مشر، سليم رياض خان، ويلي دي چې «دغه ښځينه بم لېږدونکې، تقريبا ۲۸ کلنه وه چې پلې راغله او ځان ته يې چاودنه ورکړه.» د هغه په حواله دوه تنه پوليس او څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي. د اسوشيټيد پرېس خبري اژانس په حواله په دغه پېچلي بريد کې ټول ټال نهه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
پاکستاني طالبانو د بريد پړه منلې
د ژوبل شوو کسانو په منځ کې اته تنه پوليس او پنځه ملکيان هم دي. د سليم رياض په خبره د ډېرو ژوبل شوو کسانو روغتيايي حالت نازک دی. د پوليسو يوه بل چارواکي، ملک حبيب، دغه بريد تائيد کړی دی او ويلي يې دي چې مامورينو يې وروسته د ځانمرګې بريدکوونکې شديد زيانمن شوی سر وموند. د عدلي طب يوه ځايي کارپوه، عنايت الله، ويلي دي چې دغې ښځينه بريدګرې اوو کليوګرامه چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړی چې مېخونه او ډېرې اوسپنيزې کلولې په کې ځای پر ځای شوې وې. د تحريک طالبان پاکستان وياند، محمد خراساني، په يوه بيانيه کې چې ځايي رسنيو ته يې لېږلې ده، د بريد مسئوليت منلی دی.
AFP/AP/ن ص/م ک ص