1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان په يوه مهاجر کمپ کي اخ او ډب او اورلگېدنه

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د يونان د ساموس ټاپو په يوه مهاجر کمپ کي د افغان او سوريايي مهاجرو ترمنځ په اخ او ډب کي څو کسان ټپيان سوي او اور لگېدلی. په سونو مهاجر بيا له دغه کمپه تښتېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3RI4o
Griechenland Ausschreitungen in Migrantenlager auf Samos
انځور: AP Photo/M. Svarnias

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخي د دوشنبې په ورځ ماښام د افغان او سوريايي مهاجرو ترمنځ په شخړه کي درې کسان په چړو وهل سوي او ټپيان سوي دي او ۸ نور کسان د تنفوسي ستونزو له کبله روغتون ته انتقال سوي دي.

پوليسو تلاښ کړی دی چي د دواړه اړخونه يو له بل څخه د ليري کولو په موخه اوښکې بهونکي گاز وکاروي.

پر دې سربيره مهاجرو په کمپ کي يوې برخي ته اور هم اچولی دی چي وروسته بيا اطفائې وژلی دی.

د گيورگو ستنڅوس بندري ښار ښاروال د يونان «سکی» خبري آژانس ته ويلي دي چي د کمپ حالت په کنترول کي دی.

ويل سوي دي چي د ساموس ټاپو په دغه کوچني ښار واتي کي له دغه مهاجر کمپه په سونو مهاجرو د تيښي تلاښ کړی دی.

د واتي ښار دغه مهاجر کمپ چي د ۶۵۰ کسانو له پاره جوړ سوی، اوس پکښې ۵۷۰۰ کسان اوسيږي. د دغه ټاپو په نورو مهاجر کمپونو کي هم وضعيت ښه نه دی.

(n.z/s.r(dpa