1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د وکيلانو قاتلينو ته دي سزا ورکړل سي"

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه

ولسي جرگې له دولت څخه و غوښتل، چي له هغو ډلو سره چي د افغانانو وژنو ته يې ادامه ورکړې ده جدي چلند وکړي. د دغي جرگې رئيس پر حکومت باندي نيوکه وکړه، چي د استازو قاتلین تر اوسه پوري نه دي نيول شوي.

https://p.dw.com/p/16czU
انځور: DW

د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوومبر۵) په بغلان ولایت کې د شپږو تنو وژل سوو استازو د پنځم تلین په مناسبت جوړي شوي غونډه ته وویل: «ډیره دردونکې خبره ده، چې د ولسي جرگې او سنا ۱۷ تنه استازي په شهادت رسول کیږي، ولي د هيچا قاتل نه نیول کیږي او نه هم محاکمه کیږي. موږ د دغه جنایتونو هر عامل ته د سزا غوښتونکي یو.»

د ۱۳۸۶کال د عقرب د میاشتي پر پنځلسمه نېټه د ولسي جرگې یوه شپږ کسیز پلاوي بغلان ولايت ته سفر وکړ، چې په دغه ولایت کې د قندو فابریکې ستونزي له نزدې وڅېړي، چي یوه ځانمرگي برید کوونکي د دغه استازو تر څنگ خپل ځان والوزاوه او شپږ سره استازي ووژل شول.

په دغه ځانمرگي برید کې تر سلو زیات د ښوونځيو زده کوونکي، چي پلاوي ښه راغلاست ته راوتلي ول، هم مړه او ټپیان شول.

د ولسي جرگې مشر وویل چې دولت باید د افغانستان د ولسي استازو قاتلینو ته جزا ورکړي: «د افغانستان ملت له دولتي مسئولینو څخه غواړي چې زور زیاتي په زور زیاتي جواب ورکړي. د هغه دښمن پر وړاندي چې سولي ته غاړه نه ږدي باید نرمي ونه ښيي او جنایت کاران په جدي توگه تعقیب شي، ونیول شي او سزا ورکړل شي، چي هر جنایت کار په دې پوه شي چې هر عمل یې بې جوابه نه پاتيږي.»

په هغه ځانمرگي بريد کي د ولسي جرگې د اقتصادي کمېسيون رئيس مصطفی کاظمي له پينځو نورو وکيلانو سره ووژل سو.
په هغه ځانمرگي بريد کي د ولسي جرگې د اقتصادي کمېسيون رئيس مصطفی کاظمي له پينځو نورو وکيلانو سره ووژل سو.انځور: AP

ابراهیمي وويل، چي مخالفين بايد نور د نورو په لارښوونه او هدفونو د تر سره کولو له پاره د افغانانو ويني توی نه کړي.

د مشرانو جرگې مرستیال محمد علم ایزدیار په خپله وینا کې وویل چې د بغلان تر پېښي پنځه کاله وروسته هم یو شمیر پوښتني بې جوابه پاته دي.

هغه وويل، د بغلان پیښه دومره غمجنه وه چي طالبانو يې له مسئوليت منلو څخه ډډه وکړه: «په هغه وخت کې طالبانو په دغه غمجنه پیښه کې لاس لرل رد کړل. په داسي حال کې چې طالبان د ډیرو ځانمرگو بریدونو عاملین دي او په دې لاره کې هیڅ انساني او اسلامي ارزښتونه په پام کې نه نیسي.»

د دغي غونډي ډيرو ویناوالو پر دې خبره ټینگار وکړ، چې د زنځیري وژنو د عاملینو د پیژندلو او نيولو له پاره دي د درو گونو قواوو یوه کمېټه جوړه شي.

حسین سیرت/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل