1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نیلسن مندیلا په خاطر د یوې اوونۍ ماتم اعلان

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۶, شنبه

سویلي افریقا د نیسلن مندیلا د مړه کیدو په مناسبت د یوې اوونۍ له پاره د ملي ماتم اعلان کړی دی. په پام کې ده چې د مندیلا جسد به د دسمبر د میاشتې پر پنځلسمه نیټه د ده د زیږیدو په ځای کې خاورو ته وسپارل سي.

https://p.dw.com/p/1AUjA

د سویلي افریقا مشر یاکوب زوما د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د دسمبر د میاشتې ۶مه) په یوه خبري غونډه کې د مندیلا د مرگ په اړه د یوې اوونۍ د ماتم د تر سره کیدو اعلان وکړ. هغه د یکشنبې په ورځ د خپل هیواد پر خلکو باندې د دعا په مراسمو کې د گډون له پاره غږ وکړ. هغه همداشان وویل چې د مندیلا له پاره به د ملي ماتم مراسم د دسمبر د میاشتې پر لسمه نیټه د سه شنبې په ورځ په جوهانسبورگ کې تر سره سي.

د سویلي افریقا د نوموړي وفات شوي مشر تابوت به د جمعې تر ورځې پورې د خلکو د لیدنې له پاره پروت وي او تر هغې وروسته به د مندیلا د زیږیدو ټاټوبي کونو، ته انتقال سي او د دسمبر د میاشتې پر پنځلسمه نیټه به خاورو ته وسپارل سي. ماندیلا د پنجشنبې په ورځ د سږو د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۹۵ کلونو په عمر ومړ.

د جوهانسبرگ په گاونډۍ سیمه هوټون، کې د جمعې په ورځ په سلگونو کسان د مندیلا د کور مخې ته راټول شوي ول او په لاسونو کې یې شمع نیولې وې. هغوی د ملي سرود په ویلو، د شمعو په روښانه کولو او د گلونو د گیډیو په ایښودلو سره د خپل مشر په مړینه خپله ژوره غمشریکي څرگنده کړه. د سوویتو په ښار کې د مندیلا د زاړه کور مخې ته هم خلک د هغې په یاد راټول سوي ول.

Trauer um Nelson Mandela
انځور: Reuters

تر دې دمخه نړۍ د جنوبي افريقا د جمهور رييس جيکوب زوما په هغه اعلان سره خبره سوه چي وويل د اپارتايد غورځنګ ضد مبارز نيلسن منديلا مړ سو. زوما د پنجشنبې په شپه (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۵) د منديلا په کور کي خبريالانو ته ويلي وو: «زموږ ملت خپل ستر زوی له لاسه ورکړ. زموږ اولس خپل پلار له لاسه ورکړ.»

د ټولو له پاره سرمشق

د منديلا د مړيني تر اعلان لږ وروسته د امريکا جمهور رييس بارک اوباما د دغه خبر په غبرګون کي وويل: «موږ يو ډېر مهم او تاثير اچوونکی انسان له لاسه ورکړ.» اوباما زیاته کړه: «د هغه لاسته راوړني تر هغه ډيري دي، لکه د يوه انسان څخه چي يې تمه کيږي. منديلا له زندان څخه جمهوري رياست ته ورسېد خو هغه څوک چي دی يې بند ته لېږلی وو، وبخښل. منديلا بايد زموږ له پاره يو سرمشق وي.»

د امريکا جمهور رييس، منديلا يو الهام بخښوونکی شخص ياد کړ. هغه وويل: «زه خپله يو له هغو ميلياردونو انسانانو څخه يم چي له منديلا څخه مي الهام اخيستي دی.»

منديلا يو ځلانده سرمشق

د آلمان صدراعظمي انګيلامير کل هم د جنوبي افريقا پخوانی ولسمشر يو «الهام بخښوونکی» شخصيت ياد کړی دی. د آلمان لومړۍ وزيري وويل: «اپارتاید یا د توکمپالني د ردولو او زورزياتي سره په مبارزه کي به د منديلا سرمشق د ټولي نړۍ له پاره ډېر وخت الهام بخښوونکی وي.»

مېرمن مېرکل زياته کړه: «حتی د زندان کلونو و نه سوای کولای چي منديلا ماته کړي.» ميرکل د خپل پيغام په پای کي وويل، آلمان له جنوبي افريقا سره په غم کي شريک دی.

د ژوند قهرمان

د بريتانيا لومړی وزير ديوید کامرون د منديلا تر مړيني يو ساعت وروسته د بريتانيا په تلويزيون کي د پيغام پرمهال هغه يو قهرمان ياد کړ. کامرون وويل چي حتی منديلا اوس تر مرګ وروسته هم د نړۍ «واقعي قهرمان» دی.

کامرون د منديلا د مرګ په اړه په خپل تويتر پاڼه کي لیکلي ول: «په نړۍ کي ستره روښنايي خاموشه سوه. نيسلن منديلا زموږ د عصر قهرمان وو. لارښوونه مي کړې ده چي د داونينګ ستريت په لسمه ودانۍ کي بيرغونه نيمه ځوړند سي.»

د امريکا متحده ايالاتو پخواني جمهور رييس بيل کلينټن په خپل پيغام کي ويلي دي: «نړۍ نن خپل يو له مهمو رهبرانو او يو له مهمو انسانانو څخه له لاسه ورکړ.»

هغه زياته کړې ده: «د نيلسن منديلا نوم به په تاريخ کي د آزادۍ د قهرمان او د سولي او پخلايني د اتل په توګه ثبت سي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چي نېلسن منديلا د معمولي تورپوستو د حقوقو د په لاس راوړلو له پاره په افريقا کي ډېر پايداره بدلونونه راوستل.