د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له ولسمشر سره ولیدل
د ناتو د دوو غړو هیوادونو، امریکا متحده ایالاتو او ترکیې تر منځ د کړکیچ په ترڅ کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن په پلازمېنه انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیدلي دي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه استازي د رغونکو او پرانیستې خبرو د ترسره کیدو یادونه کړې ده. . په عین وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دواړه هیوادونه خپلې اړیکې عادي کول غواړي.
برنو کال: د افغانستان په امنیتي وضعیت کې ښه والی نه دی راغلی
آلمان بهرنۍ استخباراتي ادارې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت په هکله انديښنه څرگنده کړې ده. د آلمان د بهرنۍ استخباراتي ادارې مشر «برنو کال»، آلمانۍ ورځپاڼۍ «تاګس شپیګل» ته د جمعې په ورځ وویل: «موږ داسې اټکل کوو چې په افغانستان کې ۴۰ سلنه خاوره د امنیتي ځواکونو له لوري نه کنترولیږي، بلکې د طالبانو او نورو یاغي ډلو لاسونو ته لویدلې ده.»
ترکي الاصله آلمانی خبریال له بنده آزاد شو
ترکيي الاصله آلمانی ژورنالیست دینیز یوجل په ترکیه تر یوه کال زیاته موده په بند کې د تیرولو وروسته آزاد شوی دی. دغه خبر د نوموړي ۴۴ کلن خبریال مدافع وکیل «دي ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ورکړی دی. یوجل هغه مهال په استانبول کې ونیول شو چې په خپله خوښه د پوښتنو ګرویږنو له پاره پولیسو ته ورغی. د پولیسو ته تر ورتګ وروسته یوجل د «ترهګرۍ» د تورونو له کبله ونیول شو.
د مونشن امنیتي کنفرانس
د مونشن د امنیتي کنفرانس مشر ولفګنګ ایشنګر د نړۍ اوسني سیاسي وضعیت ته په لوی اندیښنې سره ګوري. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې نړیواله ټولنه اوسمهال له یوه مهم جز څخه بې برخې ده چې هغه د باور نشتوالی دی. د امنیتي چارو نوموړي کارپوه تر ټولو زیات امریکا متحده ایالاتو او روسیې ته اشاره وکړه. ایشنګر په خپله خبرو کې په سوریه کې د امریکا متحده ایالاتو او ترکیې تر منځ کړکیچ ته هم اشاره وکړه.
له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر ۱۲۰۰ زیات مهاجر ماشومان د تیښتې پر مهال مړه شوي
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر ۱۲۰۰ زیات مهاجر او کډوال ماشومان نورو هیوادونو ته د تګ پر مهال د لارو په اوږدو کې مړه شوي دي. د مهاجرت د نړیوال سازمان (آی او ام) د جمعې په ورځ په ژنیف کې ویلي دي چې د دغو ماشومانو چې نجونې او هلکان دي کابو نیمایي برخه یې د مدیترانې په سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل شوي دي چې زیاتره دغه کوچنیان به اوبو کې غرق شوي دي.