د نړۍ لنډ خبرونه له متن او انځور سره
د نړۍ لنډ خبرونه له متن او انځور سره
انګلا مېرکل د مسلمانانو په وړاندې د سفر پر بنديز نيوکه وکړه
د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل، د متحده آيالاتو د حکومت له خوا پر مسلمانانو باندې د سفر پر بنديز نيوکې کړې دي. لکه څنګه چې د آلمان د حکومت وياند، شتېفن زايبرت، ويلي دي مېرکل په دې اند ده چې د ترهګرۍ په وړاندې جدي مبارزه هم دا خبره نه توجيه کوي چې انسانان د خپل اصل يا يوه خاص دين په لرلو سره تر شک لاندې راشي. ولسمشر ترمپ د امريکا متحده آيالاتو ته د کډوالو ورتګ د جمعې په ورځ ډېر محدود کړی وو.
د کاناډا لومړي وزير د ترمپ له خوا د سفر بنديزونو ته غبرګون وښود
کاناډا غواړي چې په راتلونکي کې هم کډوال که په هر دين پورې هم اړه ولري، خپل هېواد ته ورپرېږدي. په دغه اعلان سره حاکم لومړي وزير، جستين ترودو، د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، پر مسلمانانو باندې د سفر بنديز ته غبرګون ښودلی دی. ولسمشر ترمپ د امريکا متحده آيالاتو ته د کډوالو او مهاجرو ورتګ د جمعې په ورځ ډېر محدود کړ.
ترمپ او پوتين د «برابرې سطحې» ارتباطات غواړي
د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په لومړي ځل له خپل روسي سيال، ولاديمير پوتين، سره تليفوني خبرې کړې دي. کريملين ويلي دي چې په دغو خبرو کې دواړو مشرانو موافقه کړې ده چې «په برابره سطح» د دوو اړخيزو ارتباطاتو د نيولو هدف ټاکل شوی دی. سربېره پر دې به د دواړو هېوادونو تر منځ په سوريه کې د «اسلامي دولت» نومې ترهګرې ډلې پر ضد په مبارزه کې همغږي زياته شي.
په يمن کې د القاعده پر پټنځای باندې بريد لږ تر لږه ۳۰ وژلي
د متحده آيالاتو د ځواکونو له خوا په يوه هوايي بريد کې په يمن کې لږ تر لږه ۳۰ انسانان وژل شوي دي. امريکايي ځواکونو د چورلکو او پلو ځواکونو په مټ د يمن په جنوب لويديځ کې د القاعدې پر يوې اډې باندې بريد کړی دی. په سيمه کې امنيتي ځواکونو ويلي دي چې د قربانيانو په منځ کې د القاعدې ترهګر سازمان لږ تر لږه درې پلويان هم شامله دي. داسې هم ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونو کې ډېر ملکيان وژل شوي دي.
رسنۍ: د ليبيا پر زندانونو باندې انتقادونه ډېر شوي دي
په افريقا کې مېشتو آلماني ديپلوماتانو د ليبيا په شخصي زندانونو کې له بشري حقونو څخه سرغړونو ته ګوته نیولې ده. دغه خبره په نايجر کې د آلمان د سفارت له يوه داخلي راپور څخه څرګنديږي چې د «وېلت ام زونتاګ» ورځپاڼې ورڅخه نقل قول کړی دی. ويل کيږي چې قاچاقچيان په دغسې زندانونو کې هغه کډوال بند ساتي چې غواړي هېواد پرېږدي.
ترکيه او بريتانيا غواړي چې تجارتي اړيکې پياوړې کړي
په انقره کې د بريتانيې د لومړۍ وزيرې می او د ترکيې د ولسمشر اردوغان تر منځ تر خبرو وروسته د دواړو هېوادونو شرکتونو يو تسليحاتي تړون لاسليک کړی دی. می په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې هدف يې د جنګي الوتکو مشترک توليد دی. د بريتانيې «بي آی اي سيستمس» او «ترکيش ايروسپېس اندوستريس» د څه باندې سلو ميليونو پاونډو په سر موافقې ته سره رسېدلي دي.