1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو څرخي الوتکه د تلیفون له اتن سره لگیدلې ده

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۸, پنجشنبه

په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ویلي دي چې یو سرتیری یې د افغانستان په سویل کې د یوې څرخي الوتکې د رالویدو له کبله وژل شوی دی. یوه افغان چارواکي ویلي دي چې رالویدلې الوتکه د گرځنده تلیفون له یوه انتن سره لگیدلې ده.

https://p.dw.com/p/1C8sD
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: AP

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې یوازې یوه میاشتت مخکې د افغانستان په همدې سیمه کې د یوې بلې څرخي الوتکې د رالویدو په پایله کې پنځو بریتانیایي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ایساف ویلي دي: «د نړیوال مرستندویه ځواک یو غړی د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې د یوې څرخي الوتکې د رالویدو له کبله ووژل شو.» ایساف د وژل شوي سرتیري له کورنۍ او ملگرو سره همدردي هم څرگنده کړې ده.

په کندهار ولایت کې د افغان پوځ یوه ویاند محمد محسن، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي چې دغه الوتکه په ماروف ولسوالۍ کې د شپې ناوخته د پرواز کولو پر مهال د گرځنده تلیفون له یوه انتن سر لگیدلې ده.

په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه وخت نا وخت د څرخي الوتکو د رالویدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه الوتکې نه یوازې د تخنیکي لاملونو له کبله رالویږي، بلکې وخت ناوخت د یاغیانو له خوا هم ویشتل کیږي.

که څه هم د ناټو ځواکونو په افغانستان کې امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته سپارلي دي، خو بیا هم بهرنی ځواکونه په یو شمیر عملیاتو کې له افغان سرتیرو سره مرسته کوي.

پلان شوې ده چې د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې میشت ډیر شمیر بهرني ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي خو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتیري به یې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې په افغانستان کې میشت وي. دا چې د ناټو د نورو غړو هیوادونه څومره سرتیري به تر دې نیټې پورې په افغانستان کې وي لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب