1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د مهر آباد پر هوایي ډګر او د تهران په لویدیځ کې شدید بریدونه

شمس الرحمن ناصر | دویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ اسفند ۱۶, شنبه

تیره شپه په ایران کې د امریکا او اسرائیل له خوا شدید بریدونه شوي دي. د شنبې (د مارچ میاشتې ۷ نیټه) په سهار هم پر تهران او د ایران پر یو شمیر نورو ښارونو د امریکا او اسرائیل ګډو بریدونو دوام درلود.

https://p.dw.com/p/59yCi
د مهراباد پر هوایي ډګر د اسرائیل او امریکا هوایي بریدونه
د مهرآباد پر هوایي ډګر شدید بریدونه شوي ديانځور: Vahidonline/UGC

اسرائیلي پوځ اعلان کړی دی چې د دغه هیواد د هوایي ځواکونو له ۸۰ ډیرو جنګي الوتکو په تهران او د ایران په مرکزي برخو کې اهداف په نښه کړي دي.

د هغو رپوټونو په حواله چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي د تهران په لویدیځو سیمو کې سختې چاودنې شوې دي. د مهرآباد هوایي ډګر او شاوخوا سیمې یې د دغو بریدونو اصلي هدف و.

د ایران په نورو سیمو کې هم د سپاه پاسداران د مرکزونو او همدرانګه د پوځ د هوایي اډو پر وړاندې شپنیو بریدونو دوام درلود.

پر مهرآباد هوایي ډګر له برید سره هم مهاله پر «پایګاه شکاري هفتم شیراز» یا د شیراز اووم ښکاري هوایي اډې او «پایګاه شکاري چهارم درفول» یا د درفول څلورم ښکاري هوایي اډې د بریدونو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې دي.

سنتکام: ایران کې تر ۳۰۰۰ ډیر اهداف په نښه شوي

په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شنبې په سهار په ایکس ټولنیزه شبکه کې اعلان وکړ چې په تیره یوه اونۍ کې د ایران پر وړاندې د جګړې د پيل راهیسې په دغه هیواد کې له ۳۰۰۰ ډیر اهداف په نښه شوي دي.

د سنتکام په وینا له ۴۳ ډیرې ایراني بیړۍ یا خو په بشپړ ډول له منځه وړل شوي او یا هم ورته زیان اوښتی دی.

د سنتکام له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د دغو بریدونو هدف د ایران د سمندري ځواکونو په بشپړ ډول له کاره غورځول ښودل شوي دي.

 

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2