1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان مړ شو

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ. د سولې د نوبل جایزې دغه ګټونکی د ۱۹۳۸ م کال د اپریل په ۸ نیټه د افریقایي هیواد ګانا په کومازي ښار کې زیږدلی وو.

https://p.dw.com/p/33M1e
Irland -   UN Generalsekretär Kofi Annan beim National Forum
انځور: Reuters

نوموړی د ملګرو ملتونو سازمان ۷ عمومي مونشي وو. هغه د ملګرو ملتونو په سازمان کې په مختلفو پوستونو کې دندې ترسره کړي دي. عنان په ۱۹۶۲ م کال کې د لومړي ځل پاره د ملګرو ملتونو د سازمان په روغتیایي څانګه کې کار پیل کړی وو.

کوفي عنان په دغه سازمان کې د پرسونل مشر، د بودیجې مشر، د مهاجرو د عالي کمیسارۍ د ادارې ځای ناستی او د ملګرو ملتونو د سوله ساتې ځواکونو د مشر په توګه دندې ترسره کړي دي.

کوفي عنان له ۱۹۹۷ م کال څخه تر ۲۰۰۶ م کاله پورې د ملګرو ملتونو د عمومي مونشي په توګه دنده ترسره کړې ده.

عنان په ۲۰۰۳ م کال کې پر عراق د امریکا متحده ایالاتو د برید یو له سر سختو مخالفينو څخه وو. هغه په ۲۰۰۴ م کال کې حتی دغه برید «غیر قانوني» وباله.

هغه او د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۱ م کال کې په ګډه د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. عنان لومړنی افریقایي تورپوستی دی چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د عمومي مونشي په پوست ګمارل شوی وو.

عنان د ور پیښې لنډ مهالې ناروغۍ وروسته د ۸۰ کلنۍ په عمر له نړۍ سره مخه ښه وکړه.