1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي امنیت شورا: سږ کال دې د نوروز جشن نه لمانځل کیږي

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

د ولسمشر په توګه تر لوړې وروسته، ولسمشر غني د ملي امنیت شورا په لومړنۍ ناسته کې د امنیتي مسایلو تر څنګ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه دې سږ کال د نوروز جشن نه لمانځل کیږي.

https://p.dw.com/p/3ZDk6
Bildergalerie Vorbereitungen für das Neujahrsfest in Mazar-e Sharif, Afghanistan
انځور: DW/H. Safi

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰ م کال د مارچ میاشتې په ۱۱مه نیټ) د نوي حکومت د ملي امنیت شورا په لومړنۍ ناسته کې د هیواد په کچه د امنیتي مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو په هکله خبرې او سپارښتنې شوي دي.

ولسمشر غني، د دوهم ځل له پاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته، د ملي امنیت شورا په لومړنۍ ناسته کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هکله اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې سږ کال دې د نوروز جشن نه لمانځل کیږي.

د ولسمشرۍ ماڼې پر ټویټر پاڼه پدې هکله راغلي: «د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له هر راز را ټولیدنو دې مخنیوي وشي...همدا راز دې د نوروز د جشن له لمانځلو هم ډډه وشي.» په دغه ټویټري پیغام کې همدا راز ویل شوي چې په هیواد کې د ښوونځیو او تعلیمي ادارو د رخصتۍ په برخه کې د معارف له وزارت سره مشورې وشي.

Nowruz Fest in Mazar-e Scharif
انځور: DW/H. Safi

نوروز یا د لمریز کال لومړۍ ورځ تر ډیره پورې په مزارشریف کې د حضرت علي په روضه کې په پراخو مراسمو سره لمانځل کیږي. د بلخ ترڅنګ په کابل او نورو ولایتونو کې هم د بزګر او نوروز د ورځې د لمانځنې په پار سترې غونډې رابلل کیږي.

د افغانستان حکومت په داسې وخت کې د نوروز د میلې د لغوه کولو خبره کوي، چې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

تر دې وړاندې، د مزار شریف یو شمیر ښاریانو دغه ښار ته له ایران څخه د پروازونو د لغوه کولو غوښتنه هم کړې وه. په ایران کې اوسمهال شاوخوا نهه زره کسان په کرونا ویروس اخته دي. د ایران د روغتیا وزارت په حواله، تر دې مهاله په ایران کې ۳۵۴ تنو د کرونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملي امنیت په دغه ناسته کې ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت ته همدا راز سپارښتنه کړې ده چې د هیواد په بندرونو په ځانګړې توګه له ایران سره پر پوله دې روغتیايي خدمات غښتلي کړل شي او د کرونا ویروس د تشخیص په برخه کې دې لازم تدابیر عملي کړل شي.

زموږ له آرشیف څخه: